ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي چې د دې ولایت د ګوشتې ولسوالۍ د کونړ سیند په مربوطاتو کې یې د یوه کس جسد موندلی دی.
د یاد ولایت لپاره د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي چې تېره ورځ (پنج شنبه، ۱د لړم) د مومندرې ولسوالۍ اړوند «بیلې» سیمه کې د کونړ په سیند کې دا جسد موندل شوی دی.
دهغه د معلوماتو له مخې، د دې ځوان پر بدن د شکنجې او ځورونې نښې نښانې نه لیدل کېږي او ترا وسه یې هویت هم نه دی روښانه شوی، خو جسد یې د مومندرې ولسوالۍ روغتون ته لېږدولی او هڅه کوي څو د دې کس د کورنۍ غړي او خپلوان پیدا او د هغه جسد ورته وسپاري.
ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولینو تراوسه د یادې پېښې د څرنګوالي او انګېزې په تړاو څه نه دې ویلي، خو د يادونې ده چې کله ناکله له کونړ سیند څخه جسدونه تر لاسه کېږي.
