د ملګرو ملتونو د تاسیس کلیزه؛ افغانستان له سختو ننګونو سره مخ دی

UNAMA File photo

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر د ملګرو ملتونو د ورځې او یا هم د دې سازمان د تاسیسېدو د کلیزې (۲۴ اکتوبر) ویلي چې افغانستان له سختو ننګونو سره مخ دی.

دې دفتر ویلي چې د افغانستان بشري بحران په نړۍ کې یو له تر ټولو سختو بحرانونو څخه دی چې شاوخوا دوه پر درې برخه ولس یې بشري مرستو ته اړتیا لري؛ مګر د مالي تمویلونو کمښت اړتیاوو ته رسیدګي ګواښي.

یوناما ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت لا هم مخ پر خرابېدو دی.

د دې بنسټ په وینا، د ښځو او نجونو پر زده کړو، په عمومي فضا کې پر کار او ګډون او اساسي حقونو بندیزونه د هیواد راتلونکی کمزوری کوي.

طالبانو تر شپږم ټولګي د پورته نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی. دې ډلې همدا راز په عمومي فضا کې هم د ښځو او نجونو پر ګډون او تګ-راتګ بندیزونه لګولي.

یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي چې د کډوالو راتګ هم فشار دوه چنده کړی، په داسې حال کې چې اقلیمي بدلونونه د خلګو ستونزې پېچلې کوي او وچکالۍ، سیلابونه او د چاپېریال ویجاړي پر غذایي امنیت او د خلګو د معیشتي سرچینو پر دوام منفي اغېز کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي مرستیال جورجیت ګانیون او د یوناما سرپرست ویلي چې «د ثبات او انکشاف پر لور د افغانستان مسیر په یوازې ځان نشي ترسره کېدلای».

ده ویلي چې د خبرو-اترو او ډیپلوماسۍ لپاره سیمه‌ییزې همکارۍ، نړیوال تعامل او مشترک تعهد ته اړتیا لیدل کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي اندریکا راتواته له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپل ملاتړ او پیوستون بیرته تازه کړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه