کونړ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسه مړه شوي

کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د اسمار ولسوالۍ په «سور طاق» سیمه کې د سیند په اوبو کې د یوه سراچه موټر د چپه کېدو له امله څلور کسه مړه او اته نور ټپیان شوي.

سرچینه وایي، دا موټر نن (پنجشنبه، ۱ د لړم) چپه شوی او له امله یې دوه ماشومان او دوې میرمنې مړې دي.

د سرچینو په وینا، تر اوسه لا هم په سیند کې د دوو ماشومانو جسدونه نادرکه دي.

سرچینه زیاتوي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي؛ خو د روغتیایي وضعیت په تړاو یې نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو د دې پېښې په تړاو څه نه دې ویلي.

کونړ کې لرې پرتو درو ته غځېدلې ګڼ شمېر لارې خامې او وېجاړې دي چې له امله یې ډېری مهال دې ته ورته مرګونې ترافیکي پېښې را منځته کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه