د بشر حقونو څار: طالبانو د افغانستان د رسنیو ازادي له منځه وړې

د بشر حقونو څار وایي چې دویم ځل په افغانستان کې واک ته په رسېدو سره طالبانو د رسنیو ازادي ختمه کړې او په هیواد کې فعاله رسنۍ یې سانسور کړې او سختې یې څاري.

دا راپور چې نن (پنجشنبه، ۱ د لړم) خپور شوی، پکې ویل شوي چې د وروستیو څلورو کلونو پر مهال په افغانستان کې د رسنیو ازادي په پام وړ توګه کمه شوې او په دې هیواد کې د رسنیو ځواک سخت کمزوری شوی دی.

د بشر حقونو څار خپل راپور په افغانستان کې له دننه خبریالانو سره د ۱۸ مرکو، په ترکیه کې له مېشتو افغان خبریالانو سره د ۱۳ مرکو او همدا راز د افغان پناه غوښتونکو سازمانونو سره د مرکو پر اساس تیار کړی دی.

دې بنسټ لیکلي چې خبریالانو په دې مرکو کې د افغانستان دننه سخت شرایط او په اروپایي هیوادونو، ترکیې او متحده ایالاتو کې د تبعیدي خبریالانو زیاتیدونکې ننګونې بیان کړې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو استخبارات د رسنیو ټوله محتوا څاري او د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورین د رسنیزو کارمندانو له لوري د پوښاک د اړوندو قوانینو رعایتېدل څاري.

د بشر حقونو څار ویلي چې د طالبانو ځایي چارواکي قوانین په خپلسرې توګه پلي کوي او دې چارې په بېلابېلو ولایتونو کې د سانسور بېلابېلې کچې رامنځ ته کړې دي.

دې بنسټ همدا راز ویلي چې پر ښځو د طالبانو سخت بندیزونه د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو شمېر په پام وړ توګه کم شي.

د بشر حقونو د څار له راپور سره سم، طالبانو ښځینه خبریالانې اړې کړې دي چې د دې ډلې له غوښتنو سره سم پوښاک واغوندي او هغه سریالونه او خپرونې بندې کړې چې ښځې پکې حضور لري.

په بشر حقونو څار کې د افغانستان د برخې څېړونکې فرشتې عباسي ویلي: «په داسې حال کې چې ټول افغان خبریالان زیانمن شوي او ډېرو هیواد پرېیښی دی، مګر ښځینه خبریالانې په بشپړه توګه زیانمنې دي.»

د بشر حقونو څار همدا راز ویلي چې طالب چارواکي رسنیز راپورونه تر خپرېدو مخته ګوري او د دوی په اند چې څه «پر روحیه او عمومي اند منفي اغېز» لري، سانسوروي یې.

دې بنسټ د یوه خبریال په وینا لیکلي: «موږ ته وایي چې باید ډاډه شئ چې ستاسو راپورونه موږ ته زیان نه رسوي. که داسې وکړئ، وبه نیول شئ.»

د بشر حقونو د څار له راپور سره سم، دا محدودیتونه د دې لامل شوي چې خبریالان ځانسانسوري وکړي او خپل راپورونه یوازې د ډالیو د ورکړې تر مراسمو، ډیپلوماټیکو لیدنو او پرمختیایي پروژو پورې ځانګړي کړي.

د بشر حقونو څار ویلي چې د دې پېښو په اړه راپور نه ورکول هم د ګوت څنډنې، ګواښنې او ځیني وختونه د نیونې لامل کېدلای شي.

په کابل کې یوه مېشت خبریال دې بنسټ ته ویلي چې د داسې پېښو د نه راپورولو له امله دوه ځلې نیول شوی دی.

یوه بل خبریال هم ویلي چې طالب چارواکو ورسره اړیکه نیولې او ورته ویلي یې دې چې د پولیسو د فراغت په مراسمو کې باید ګډون وکړي. ده ویلي: «زه نه ولاړم ځکه چې مهم خبر راته نه ښکارېده. بله ورځ یې راته وویل چې د راپور د ورکړې اجازه نه لرې.»

د بشر حقونو څار ویلي چې د افغانستان خبریالان په تبعید کې هم ناپایداره ژوند لري او افغانستان ته یې جبري اخراج له شکنجې سره مخ کولای شي.

دې بنسټ له هغو هیوادونو چې پناه غوښتونکي مني، غوښتي چې پر دې دریځ ټینګ پاتې شي ځکه چې افغانستان ته بیرته ستنېدل خوندي نه دي او د «نه ستنونې» اصل باید رعایت کړي.

فرشتې عباسي ویلي: «د طالبانو له لوري د رسنیو ځپنه مخ پر زیاتېدو ده او په افغانستان کې تر بل هر وخت په زیاته کچه خپلواکو رسنیو ته اړتیا ده.»

دې ویلي: «متحده ایالاتو، بریتانیا، جرمني او نورو هیوادونو چې د افغانانو د بیا میشتونې ژمنه یې کړې باید له خطر سره د مخ افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي او افغانستان ته هر ډول بیرته ستنونې ودروي.»

د بشر حقونو څار همدا راز له پاکستان څخه په درېیمو هیوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو میشتېدل او په تبعید کې د افغانستان د رسنیو په ځانګړې توګه د ښځینو خبریالانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د رسنیو پر فعالیتونو او خبریالانو پراخ بندیزونه لګولي دي. دا بندیزونه د دې لامل شوي چې ډېری رسنۍ وتړل شي او ډېر خبریالان هیواد خوشي کړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه