پټې وژنې؛ کندهار کې د يو ځوان جسد موندل شوی

اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچينې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په دامان ولسوالۍ کې د یو ځوان جسد موندل شوی دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې د دغه ځوان جسد تېره شپه (جمعه، ۲ د لړم) د دامان ولسوالۍ په غرونو کې موندل شوی دی.

سرچينه زیاتوي، چې وژل شوی ځوان عمر د نږدې ۳۰ کالو په شاوخوا کې ښکاري او له نښو نښانو څرګندیږي چې په خپه وژل شوی دی.

د دغې سرچينې په خبره تر اوسه د دغه ځوان هویت نه دی معلوم شوی او نه یې هم د وژل کيدو لامل معلوم دی.

سرچینه وایي، چې د وژل شوي کس جسد د سيمې خلکو د دامان ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته انتقال کړی، ترڅو خپلوان یې پیدا شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوې ورځې وړاندې هم  په دغه ولايت کې د يو ځوان جسد موندل شوی و.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه