اطلاعات روز: ننګرهار کې باوري سرچینې اطلاعات روز ته تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو د جاوید حضرتي په نوم ټولنیز او د نجونو د زده کړو فعال نیولی دی.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (شنبه، ۳ د لړم) وویل، چې جاوید حضرتي نږدې یوه میاشت وړاندې د طالبانو استخباراتو په جلال اباد ښار کې له خپل کوره بیولی او لا تراوسه بندي دی.
سرچینه زیاتوي، چې نوموړی وروسته له هغې د طالبانو له لوري نیول شوی، چې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د ستاینې پوست یې په خپله فېسبوک پاڼه خپور کړی و او له همدې امله نیول شوی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې نوموړی د نیول کېدو په لومړیو اوونیو کې د ننګرهار استخباراتو ریاست په توقیف کې ساتل کېده او اوس ممکن کابل ته انتقال شوی وي.
د معلوماتو پر اساس جاوید حضرتي له ټولنیز فعالیت سربېره د ننګرهار په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د نجونو د زده کړې او د پوهاوي د لوړولو لپاره ټولګي جوړ کړي و، چې په کې بېوزله نجونو او هلکانو ته د لیک لوست تدریس کېده.
طالبانو تراوسه ننګرهار کې د یاد ټولنیز فعال د نیول کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې ډلې ګڼ ټولنیز فعالان، خبریالان او خبریالانې نیولي، چې ځینې یې اوس هم لا درکه دي.
