د سعودي شرکت له ریيس او خليل‌زاد سره د ملا برادر کتنه؛ د ګازو د اکتشاف او استخراج په اړه خبرې شوي

اطلاعات روز: د طالبانو ارګ اعلان کړی، چې د دې ډلې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سعودي عربستان د «دلتا انټرنشنل» شرکت له اجرایوي رییس، شاهر التقي او د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې نن (شنبه، ۳ د لړم) خپره شوې، راغلي چې دواړو لورو د ګازو د اکتشاف، استخراج او د ګازو د نل لیکو غځولو په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د یاد شرکت اجرایوي رییس د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې او ژمنه یې کړې چې له افغان انجینرانو سره به خپلې تجربې شریکې کړي.

د سعودي له یاد شرکت سره د زلمي خلیلزاد اړیکې په اړه معلومات نه دي څرګند شوي.

زلمي خلیلزاد تېره اونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره لیدلي و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا غونډه غیر رسمي بللې او ویلي یې و، چې «د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په لارو چارو هر اړخیزې خبرې اترې شوې دي».

دا پر افغانستان د طالبانو د کنټرول ترلاسه کولو راهیسې کابل ته د ښاغلي خلیلزاد دریم ښکاره سفر دی.

هغه له دې مخکې، دوه ځله د بنديانو په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي، ادام بولر سره يو ځای کابل ته سفر کړی و او د طالبانو له يو شمېر چارواکو سره يې لېدنې او خبرې کړې وې.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه