د هیواد په څلورو ولایتونو کې د جلا ترافیکي پیښو له کبله ۱۱ کسان مړه شوي

اطلاعات روز: په لغمان، پروان، خوست او فاریاب ولایتونو کې د بېلابېلو ترافیکي پیښو له کبله ۱۱ کسان مړه شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.

لغمان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند یونس یوسفزی وايي، چې د دې ولایت اړوند د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د درېوو جلا ـ جلا ترافیکي پېښو له کبله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یوسفزي په وینا، چې دغه پېښې تېره ورځ (جمعه، ۲ د لړم) د قرغیو ولسوالۍ اړوند مشالې کمر او عزیزخان کڅ سیمو کې د زرنج، مازدا، کرولا، ریکشې او بکسه ډوله موټرو ترمنځ رامنځته شوي دي.

د هغه په خبره په یادو ترافیکي پېښو کې د یو ماشوم او یوې ښځې په ګډون ۴ کسان مړه شوي او ۷ نور ټپیان شوي.

ورته مهال پروان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ وایي، چې تېره شپه شاوخوا ۸:۳۰ بجې د دغه ولایت د مرکز چاریکار اړوند رباط سیمه کې د یوې ترافیکي پیښې له کبله څلور تنو خپل ژوند بایللی دی.

د دې قومندانۍ په وینا، یو کرولا ډوله موټر چې یوه ښځه یې چلوونکې وه، د چاریکار ښار څخه کابل ته روان و، له سړک څخه وتلی او د سړک غاړې له یوې لارۍ سره یې ټکر کړی دی.

دا قومندانۍ زیاتوي، چې په پیښه کې د ښځینه موټر چلوونکې په ګډون دوه ماشومانو او یو بل مسافر ژوند له لاسه ورکړی دی.

دوی وایي، چې دا پیښه د ترافیکو مدیریت له لوري څیړل کېږي.

دغه راز خوست کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند نوي کوټ سیمه کې د یوې ترافیکي پیښې له کبله دوه تنه مړه شوي دي.

په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند طاهر احرار وايي، چې پیښه د هینو او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې پر موټرسایکل سپاره دوه تنه مړه شوي دي.

په همدې حال کې بیا فاریاب کې طالب چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د چهلګزي ولسوالۍ د بازار اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پیښې له کبله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وایي، چې دا پیښه د کوماز او موټر سایکل د ټکر له امله رامنځته شوې او په ترڅ کې یې موټرسایکل چلوونکی مړ شوی دی.

امنیې قومندانۍ زیاتوي، چې د کوماز موټر چلوونکی د پولیسو له لوري نیول شوی او تر څارنې لاندې دی.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې د موټر چلوونکو ګړندی تګ، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي قوانینو نه مراعات ښودل شوی دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه