د پاکستان دفاع وزیر: که له طالبانو سره مذاکرات ناکام شي، بشپړه جګړه به پیل شي

mofa.gov.qa

په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان تر منځ د دویم دور خبرو له پیلېدو سره هم مهاله د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف خبرداری ورکړی چې که مذاکرات ناکام شي، «بشپړه جګړه» به پیل شي.

د جیو نیوز له راپور سره سم، نوموړي په سیالکوټ کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال هیله وښوده چې که د مذاکراتو پایله نن روښانه نه شي، نو سبا ته به معلومه شي.

د پاکستان دفاع وزیر ویلي چې د تېرو څلورو یا پنځو ورځو پر مهال هیڅ نښته نه ده شوې. ده وویل چې د دواړو هیوادونو تر منځ په دوحه کې د مذاکراتو د لومړۍ دورې پر مهال هغه ۸۰ سلنه نکات پلي کېدونکي دي چې توافق پرې شوی و.

اصف ویلي چې هند د افغانستان له طالبانو په استفادې د پاکستان پر خلاف نیابتي جګړه پیل کړې. ده ویلي: «افغانان د هند د استازو په توګه زموږ پر خلاف لګیا دي.»

د پاکستان دفاع وزیر هیله ښوولې چې دواړه هیوادونه باید یو داسې توافق کړي چې پایداره سوله رامنځ ته کړي.

اصف چې د مذاکراتو په لومړۍ دوره کې یې د پاکستاني پلاوي مشري کوله، ویلي چې د مذاکراتو پر مهال یې سولې ته لېوالتیا احساس کړې ده.

په عین مهال کې ده خواشیني ښوولې چې «افغانان په پاکستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، سره له دې چې دا هیواد یې څلور لسیزې کوربه و.»

د پاکستان او طالبانو تر منځ د مذاکراتو دویم دور نن (شنبه، ۳ د لړم) د ترکیې په استانبول کې ترسره شوی.

طالبانو پرون خپل پلاوی د کورنیو چارو وزارت د معین په توګه ترکیې ته لېږلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ترکیې په غونډه کې به د پاتې مسایلو په اړه خبرې وشي.

طالبانو او پاکستان تر یوې اونۍ جګړې وروسته د تېرې اونۍ د یکشنبې په ورځ د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې مذاکرات وکړل او پر اوربند یې هوکړه وکړه.

د دې توافق‌لیک له مخې، دواړو لورو ژمنه کړې چې د یوه-بل د حریم درناوی به کوي او په پولو کې به د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره میکانیزم رامنځ ته کوي.

پاکستان وایي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په شمول پاکستاني وسلوال په افغانستان کې مېشت دي او دا هیواد د پاکستان پر خلاف کاروي.

پاکستان په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د ټي ټي پي پر خلاف اقدام وکړي، خو طالبان یې په افغانستان کې حضور ردوي او ویلي یې دې چې د افغانستان خاوره د هیڅ هیواد لپاره ګواښ نه ده.

تر دې وړاندې ذبیح الله مجاهد اعلان کړی و چې په راتلونکې کې به د قطر او ترکیې په منځګړیتوب یو میکانیزم رامنځ ته کړي، تر څو د دواړو اړخونو ادعاوې وارزوي او توافق‌لیک به په عملي توګه تطبیق شي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه