هلمند کې د یوې مدرسې «ملا» یو اته کلن ماشوم په وهلو ډبولو وژلی

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې ملا یو اته کلن ماشوم په وهلو ډبولو وژلی دی.

یوې سرچینې وویل، چې دا پېښه پرون (چهارشنبه، ۲۱ د لړم) سهار مهال د باباجي ولسوالۍ اړوند د «لوی» کلي په دیني مدرسه کې رامنځته شوې.

د سرچینې په وینا، د یادې مدرسې ښوونکي یا امام یاد ماشوم لومړی سخت وهلی او وروسته یې تر پښو لاندې کړی او وژلی دی.

هلمند کې د بُست ولایتي روغتون یو ډاکټر، چې نه‌ یې غوښتل نوم یې یاد شي، اطلاعات روز ته وویل، چې دغه ماشوم په سختو وهلو سره وژل شوی دی.

هغه زیاتوي، چې ماشوم دومره سخت وهل شوی چې پښتۍ یې ماتې او ګردې یې چاودلې دي.

هلمند کې طالب چارواکو د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي، او نه هم د تورن امام د نیولو یا د قضیې د څېړنې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه