اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وايي، چې د «کوچنیو شخوند وهوونکو څارویو طاعون» ناروغۍ له ۲۱ میلیونو څخه زیاتو پسونو او وزو ته ګواښ دی.
دغه سازمان ویلي، چې دا ناروغۍ نه یوازې د څارویو پر روغتیا اغیزه کوي، بلکه د خوړو تولید، د خوړو امنیت، د بازار ارزښت او په افغانستان کې د کلیوالي ټولنو پایښت هم اغیزمن کوي.
د خوړو او کرنې سازمان په وینا، چې د اسیا پراختیایي بانک او د بریتانیا حکومت په ملاتړ سره هڅه کوي چې د واکسیناسیون د هدفمند کمپاین له لارې دا ناروغۍ کنټرول کړي.
د کوچنيو شخوند وهونکو څارویو طاعون یوه ډیره ساري ویروسي ناروغۍ ده چې ډیری یې په وزو او پسونو کې لیدل کېږي.
دا ناروغۍ د خپریدو پر مهال څاروي له منځه وړي او د څارویو مالکانو او کلیوالي ټولنو ته درانه زیانونه رسوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان کار کوي، چې دا ناروغۍ تر ۲۰۳۰ پورې له منځه یوسي.
