د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د پاکستان او طالبانو تر منځ د کړکېچ په تړاو اندیښنه ښوولې

Photo: MfaIran

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني په ټلیفوني خبرو کې د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن (پنجشنبه، ۲۲ د لړم) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دواړو لورو د ټلیفوني اړیکې پر مهال د دې شخړې په یادولو سره «په سیمه کې د سولې او ثبات د ساتنې لپاره د سیمې د ټولو هیوادونو د دوامدارو هڅو د دوام پر ارزښت ټینګار کړی دی».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون هم د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړې په تړاو خبرې کړې وې او دواړو لورو یې په تړاو اندېښنه ښوولې وه.

طالبانو او پاکستان تقریبا یوه میاشت وړاندې جګړه وکړه چې تقریبا یوه اونۍ یې دوام وکړ او وروسته یې د قطر په منځګړیتوب اوربند وکړ.

تر دې وروسته دواړو لورو د قطر او ترکیې په منځګړیتوب درې پړاوه خبرې کړې دي، خو دا خبرې تېره اونۍ له کومې پایلې پرته پای ته ورسیدې.

اوس مهال دواړو لورو ویلي چې تر کومه وخته مقابل لوری اوربند مات نه کړي، دوی ورته ژمن دي؛ مګر دا مهال له دواړو لورو لفظي شخړې روانې دي او د دواړو هیوادونو تر منځ دروازې د هر ډول تګ-راتګ په وړاندې تړلې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه