کونړ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله دوه طالبان مړه او دوه نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په منورې ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه رېنجر موټر د چپه کېدو له امله دوه طالبان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

سرچینه وايي، دا پېښه پرون (سې شنبه، ۲۰ د لړم) مازدیګر مهال د منورې ولسوالۍ په بلورو سیمه کې را منځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په پېښه کې ټپي شوي طالبان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي وضعت په تړاو یې نور جزیات ورنه کړل.

په همدې مهال کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین هم دا پېښه مني او په خبره یې ټپي شوي طالب سرتېري د کونړ ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی.

د دغې ترافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي، ګړندی مزل او د سړک خرابوالی یاد شوی دی.

کونړ د هېواد یو له هغو غرییزو ولایتونو دی، چې د سړکونو د خرابوالي له امله ډېری مهال مرګونې ترافیکي پېښې را منځته کېږي او نیوکې دا دي، چې د طالبانو حکومت د مکررو ژمنو سربېره په دې برخه کې کارنده ګامونه نه دي پورته کړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه