اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د لګېدلي اور له کبله ۴۵ جریبه ځنکل سوځېدلی دی.
نورستان کې د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم نن (پنجشنبه، ۲۲ د لړم) وويل، چې دا اور لګېدنه څلور ورځې وړاندې د کامدېش ولسوالۍ په «کشتوز» سیمه کې را منځته شوې وه.
دی وایي، دا اور تېره ورځ د ولسي خلکو او طالبانو په مرسته مهار شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې د سوځېدلي ځنګل د بیا احیا لپاره به خپلې هڅې وکړي.
د صمیم په خبره، د نورستان په ګڼو برخو کې وخت ناوخت د خلکو د بې احتیاطۍ له امله اورلګیدنه رامنځته کېږي چې له امله یې لسګونه جریبه ځنکل د اور خوراک ګرځي.
