د افغانستان اقتصادي کړکېچ؛ ۹۰ سلنه کورنۍ د خوراک کمولو، جایداد خرڅولو او قرض کولو ته اړې کېږي

Photo: WFP

د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامې (UNDP) په یو راپور کې ویل شوي چې د افغانستان له هرو ۱۰ کورنیو څخه ۹ کورنۍ راپور ورکوي چې د ژوند د دوام لپاره منفي تګلارو ته مخه کوي، لکه د خوړو کمول، د شتمنیو پلورل او یا د پور اخیستل.

په دې راپور کې چې نن (چهارشنبه، د عقرب ۲۱مه) خپور شوی، راغلي چې له ۸۰ سلنې څخه ډېرې کورنۍ پوروړې دي او د پور اندازه د مختلفو ټولنیزو ډلو تر منځ توپیر لري.

د راپور له مخې، ۸۸ سلنه راستنېدونکي، ۸۵ سلنه داخلي بې‌ ځایه شوي کسان او ۸۱ سلنه د کوربه ټولنې کورنۍ وايي چې پوروړي دي. د پور اندازه معمولاً له ۲۵ زره تر ۶۰ زره افغانیو (شاوخوا ۳۷۳ تر ۹۰۰ امریکايي ډالرو) پورې ده.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د لسیزو جګړې، اقتصادي رکود او اقلیمي ټکانونو د خلکو د مبارزې وړتیا له منځه وړې او ډېری کورنۍ یې د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو پسې سرګردانه کړې دي.

د راپور له مخې، په افغانستان کې تر درې پر څلور زیاتې کورنئ له معیشتي ناامنۍ سره مخ دي او خوړو، سرپناه او روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري.

د دې ادارې په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې ۹۵ سلنه کورنیو اقتصادي ټکانونه تجربه کړي، لکه د عاید، معیشت یا تولیدي شتمنیو له لاسه ورکول او له امله یې میلیونونه کسان لا ډېر فقر ته تللي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامې په وینا، په ټول هیواد کې بنسټیز خدمات هم په کړکېچن حالت کې دي او چاپېریالي فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي.

په ورته وخت کې، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو بېرته راستنېدل د کوربه ټولنو پر اوږو دوه ‌برابره فشار اچوي.

د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې تر ۴.۵ میلیونو ډېر کسان افغانستان ته راستانه شوي چې دا د نفوسو شاوخوا ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامې په وینا، دا پراخې ستنېدنې په داسې حال کې ترسره شوې چې لا هم ژور اقتصادي رکود، د ټولنیزو او اقتصادي بنسټونو کمزوري کېدل، د مرستو کمېدل او تکراري اقلیمي ټکانونه دوام لري.

د راپور له مخې، په ډېرو سیمو کې کوربه ټولنې له شدید فشار سره مخ دي او تازه راستنېدونکي اوس د کار، سرپناه او بنسټیزو خدماتو تر لاسه کولو لپاره یو له بل سره سیالي کوي.

راپور زیاتوي چې کمزوري محلي سیستمونه او محدودې پانګونې دا فشارونه زیاتوي او که هدفمند ملاتړ ونه شي، د نورې بې ثباتۍ او بې خایه کېدنو خطر شته.

په راپور کې ویل شوي چې ډېری راستنېدونکي په کلیوالو سیمو کې مېشت دي، هغه ځایونه چې له وړاندې د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ وو.

د راپور له مخې، د راستنېدونکو کورنیو ۷۵ سلنه، د کوربه ټولنې ۷۱ سلنه او د داخلي بې‌ ځایه شویو کورنیو ۶۵ سلنه په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي چې ډېری یې ګڼ‌ نفوسه، څو‌نسلي او له پنځو تر اتو غړي لري.

په راپور کې راغلي چې شاوخوا نیمايي راستنېدونکي له ایران څخه د هېواد مرکزي، لوړو مرکزي، شمال ختیځ، شمالي او لوېدیځو سیمو ته راغلي، په داسې حال کې چې له پاکستانه راستنېدونکي زیاتره ختیځ، سوېل ختیځ او سوېلي ولایتونو ته تللي دي.

د راستنېدونکو بې‌کاري

په راپور کې ویل شوي چې په لوېدیځو ولایتونو کې د راستنېدونکو بې‌کاري له ۸۰ تر ۹۵ سلنې پورې ده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، نږدې یو پر درېیمه برخه راستنېدونکې کورنۍ او شاوخوا یو پر څلورمه برخه د کوربه ټولنې کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر پور متکي دي.

راستنېدونکي تر ټولو ټیټ میاشتنی عاید لري (۶۶۲۳ افغانۍ، یا نږدې ۱۰۱ ډالر)، په داسې حال کې چې د کوربه ټولنې د کورنیو عاید لږ لوړ دی (۸۴۷۵ افغانۍ، یا ۱۳۰ ډالر).

ملګري ملتونه وایي، د راستنېدونکو راتګ د کار لپاره سیالي زیاته کړې او د ټولو کورنیو لپاره یې اقتصادي بې ‌ثباتي نوره هم پراخه کړې ده.

ډېری راستنېدونکي وايي چې دوی په ایران کې په ماهرو یا نیمه ماهرو برخو لکه ساختماني، خیاطۍ، میخانیکي او کرهڼه کې کار کړی، خو اوس د کاروبار د پیل لپاره پیسې نه لري.

د راستنېدونکو د مېشتځای کړکېچ

راپور څرګندوي چې له ۵۲ سلنې ډېر راستنېدونکي، ۳۵ سلنه داخلي بې ‌ځایه شوي او ۳۵ سلنه د کوربه ټولنې کورنۍ د هستوګنې کافي ځای یا د خوب لومړنیو وسایلو ته لاسرسی نه لري.

په لوړو مرکزي سیمو کې، ۷۶ سلنه راستنېدونکې کورنۍ بې‌ کوره دي، په داسې حال کې چې دا شمېره د کوربه ټولنې لپاره ۵۲ سلنه او د داخلي بې‌ځایه شویو لپاره ۷۱ سلنه ده.

ختیځه سیمه هم د کورونو له سخت کمښت سره مخ ده او په ټولو ډلو کې تر ۶۰ سلنې زیاتې کورنۍ له کافي هستوګنځای او د خوب له وسایلو بې‌برخې دي.

پر ښځو او نجونو د کړکېچ دروند بار

په راپور کې راغلي چې د بحران دروند بار د ښځو او نجونو پر اوږو دی.

د هغوی پر وړتیاوو او له کوره پر وتلو بندیز زده کړو، روغتیایي خدماتو او معیشت ته د هغوی لاسرسی سخت کم کړی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، هغه کورنۍ چې د ښځو تر مشرۍ لاندې دي — چې په وروستیو راستنېدونکو کې یې شمېر زیات دی — د کور او د جنسیت له مخې د برابرو امکاناتو د موندلو او خوندي تګ‌-راتګ په برخه کې له ناانډوله خنډونو سره مخ دي او دا د خوندیتوب خطرونه او اقتصادي زیانونه زیاتوي.

په ځینو ولایتونو کې له هرو څلورو راستنېدونکو کورنیو څخه د یوې مشري ښځه کوي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د دې محدودیتونو لیرې کول او هدفمنده پانګونه چې په محلي اقتصادونو کې د ښځو ګډون ممکن کوي، د کورنیو د بقا، د هغو سیمو د ثبات چې راستنېدونکې پکې مېشتېږي او د اوږدمهاله پرمختګ لپاره حیاتي اهمیت لري.

د اقتصادي بحران پر وړاندې منفي تګلارې

د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامې د راپور له مخې، کورنۍ خپلې شتمنۍ ختموي او د منفي مقابلې پر ستراتېژیو متکي دي.

د دې راپور له مخې، ۹۰ سلنه کورنۍ وايي چې د پور د اخیستو، د خوړو د کمولو او یا د شتمنیو د پلورلو په څېر منفي تګلارې کاروي.

په ختیځو سیمو کې د کوربه ټولنې ۳۱ سلنه کورنۍ، ۳۶ سلنه راستنېدونکي او ۴۳ سلنه داخلي بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي چې د خوړو د برابرولو لپاره خپلې شتمنۍ پلوري، چې په دودیزه توګه وروستۍ چاره ده.

په شمالي سیمو کې هم د راستنېدونکو تر نیمایي زیاتو کورنیو او د کوربه ټولنې لویه برخه چې شمېر یې پر زیاتېدو دی، د شتمنیو پلورلو ته مخه کړې ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه