اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، چې له راتلونکو دریو میاشتو وروسته به له پاکستان څخه د درملو واردول په بشپړ ډول بند شي.
ښاغلي برادر نن (چهارشنبه، ۲۱ د لړم) په کابل کې په یوې ناسته کې د طالبانو د مالیې وزارت څخه وغوښتل چې له دریو میاشتو وروسته هیچا ته اجازه ورنه کړي چې له پاکستان څخه درمل وارد کړي.
هغه وویل، چې د افغانستان د روغتیا سکتور یوه له اصلي ستونزو څخه له پاکستان څخه وارد شوي بې کیفیته درمل دي، چې له دې لارې هر کال سلګونه میلیونه ډالر له افغانستان څخه بهر کېږي.
برادر د درملو سوداګرو څخه وغوښتل چې د خپلو وارداتو لپاره بدیلې لارې وکاروي او که دوی په پاکستان کې حساب یا قرارداد ولري، نو په راتلونکو دریو میاشتو کې یې تصفیه کړي.
طالبانو دا پریکړه له پاکستان سره د تاوتریخوالي د زیاتوالي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د کرښې په اوږدو کې د لارو د تړلو وروسته کړې ده.
د برادر په وینا، پاکستان د لارو په بندولو سره افغان سوداګرو ته زیان رسولی او په وینا یې د سوداګرۍ لپاره باید بدیلې لارې غوره شي.
اوس مهال، یو شمیر لارې یوازې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو لپاره خلاصې دي.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر ګل مراد عرب وایي، چې یوازې د تورخم پولې تړل کېدو له امله افغان سوداګر هره ورځ شاوخوا دوه میلیونه ډالر زیان ویني.
