د بښنې نړیوال سازمان: طالبانو پر افغان ښځو او نجونو نه زغمونکی ژوند تحمیل کړی

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان په هرات ولایت کې د طالبانو له لوري پر ښځو د نویو محدودیتونو په غبرګون کې ویلي، چې دې ډلې پر افغان ښځو او نجونو نه زغمونکی ژوند تحمیل کړی دی.

یاد سازمان نن (پنجشنبه، ۲۲ د لړم) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې طالبانو ښځې د ژوند له نږدې ټولو برخو څخه ایستلي او په سیستماتیک ډول یې له خپلو حقونو او کرامت څخه محرومې کړې دي.

طالبانو په دې وروستیو ورځو کې په هرات کې د ښځو لپاره د چادرۍ اغوستل لازمي کړي او ښځې یې له دې پرته دولتي دفترونو او روغتونونو ته د ننوتلو څخه منع کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې دا محدودیتونه به د ښځو حیاتي روغتیایی پاملرنې ته لاسرسی په جدي توګه محدود کړي.

د دغه سازمان په وینا، چې نړۍ باید د افغانستان د زړورو ښځو او نجونو د حقونو په ملاتړ او د طالبانو د حساب اخیستلو له لارې له دوی سره خپل پیوستون څرګند کړي.

طالبانو پر افغانستان د کنټرول ترلاسه کولو راهیسې په ټولنه کې د ښځو په شتون او د هغوی په جامو باندې پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» په قانون کې د ښځې د ټول بدن پټول لازمي بلل شوي او د هغوی غږ «عورت» ګڼل شوی، چې د کور څخه بهر یې اورېدل منع دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه