ملا برادر: صنعتکاران او سوداګر دې د پاکستان پر ځای بدیلې لارې غوره کړي

اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې ډلې د مالیې وزارت او د هیواد له سوداګرو او صنعتکارانو څخه غوښتي چې د صادراتو او وارداتو لپاره د پاکستان پر ځای بدیلې لارې غوره کړي.

ښاغلي برادر نن (چهارشنبه، ۲۱ د لړم) په کابل کې په یوه غونډه کې وویل، چې د پاکستان په سوداګریزو لارو تکیه نه یوازې افغان سوداګرو ته زیان رسولی بلکې د بازارونو او خلکو لپاره یې هم ستونزې راولاړې کړې دي.

هغه له سوداګرو او صنعتکارانو په ټینګار سره وغوښتل، چې د صادراتو او وارداتو بدیل انتخابونه ژر عملي کړي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال زیاتوي، که پاکستان د لارو پرانیستل غواړي، نو په داسې کلکو شرایطو او تضمین به ورسره خلاصیږي، چې نور په هیڅ ډول شرایطو کې بندې نه شي.

د ښاغلي برادر په وینا، پاکستان تل د افغانستان څخه د تازه میوو او سبزیجاتو د صادراتو په موسم کې سوداګریزې لارې بندې کړې دي، چې له امله یې افغان سوداګرو او بزګرانو ته زیان اوښتی دی.

هغه ادعا هم وکړه، چې له پاکستان څخه وارد شوي توکي بې کیفیته دي او له سوداګرو یې وغوښتل چې دا توکي د بدیلو لارو له لارې وارد کړي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال وویل، چې دا پریکړه د هیواد سوداګرو ته د زیانونو د مخنیوي لپاره شوې ده.

پاکستان شاوخوا یوه میاشت وړاندې له طالبانو سره د نښتو وروسته له افغانستان سره پر کرښه ټولې لارې تړلې دي.

اوس مهال، یو شمیر لارې یوازې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو لپاره خلاصې دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر ګل مراد عرب وایي، چې یوازې د تورخم دروازې تړل هره ورځ افغان سوداګرو ته دوه میلیونه ډالر زیان رسوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه