د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: په اسلام اباد او سویلي وزیرستان کې بریدګر افغانان وو

Photo: DAWN

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې په اسلام اباد او سویلي وزیرستان کې د وروستیو بریدونو عاملین د افغانستان وګړي وو.

د ډان ورځپاڼې له راپور سره سم، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې نن (پنجشنبه، ۲۲ د لړم) د دې هیواد په سنا مجلس کې کړې دي.

ده ویلي: «دې ته په پام چې د افغانستان وګړي دې ځای ته راځي او پر موږ برید کوي، زموږ لپاره وضعیت ډېر سخت شوی دی.»

ښاغلي نقوي ویلي چې هغوی د داسې بریدونو د کولو لپاره هر هغه څه کوي چې په وس یې پوره وي.

د دې اونۍ د سې‌شنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د یوې محکمې له ودانۍ دباندې یوه چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې ۱۲ تنه ووژل شول او ۲۷ نور ژوبل شول.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې بریدګر لومړی غوښتل چې د اسلام اباد په «جي-۱۱» سیمه کې لومړی دې سیمه‌ییزې محکمې ته ننوزي خو کله چې ونه توانېد نو دباندې یې د پولیسو پر یوه ګاډي برید وکړ.

تر دې یوه ورځ وړاندې د خیبرپښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان ولسوالۍ کې پر یوه پوځي کالج هم برید وشو او بریدګر کالج ته په ننوتلو پر له پسې څو ساعتونه جګړه وکړه او په ترڅ کې یې درې پاکستاني سرتېري ووژل شول.

تر دې برید وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل چې موږ د جنګ په حالت کې یو او د افغانستان طالبانو جګړه تر اسلام اباد پورې را رسولې ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه