زابل کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او دوه ژوبل دي

زابل کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي چې د دې ولایت د مرکز کلات اړوند په «جلدک» سیمه کې د کابل-کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او دوه نور ژوبل دي.

زابل کې د طالبانو امنیې قومندانۍ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دا پېښه نن (پنجشنبه، ۲۲ د لړم) تر غرمې وروسته د یو «پاسو» او بار وړونکي موټر تر منځ شوې.

طالب مسوولینو د ژوبلو کسانو وضعیت د ډاډ وړ بللی او ویلي یې دې چې روغتون ته انتقال شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په هیواد کې وخت ناوخته مرګونې ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي چې تر ډېره حده یې لامل د ترافیکي قوانینو نه مراعتول او د لارو تنګوالی او خرابوالی ښوول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه