د پاکستان دولت خبر ورکړی چې د دې هیواد د پلازمینې په «جي-۱۱» سیمه کې یې پر قضایي مجتمع د ځانمرګي برید په تړاو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څلور کسان نیولي. د پاکستان دولت ویلي چې بریدګر د افغانستان و.
د پاکستان د دولت په اعلامیه کې چې نن (جمعه، ۲۳ د لړم) خپره شوې، ویل شوي چې دا ځانمرګی برید د ټي ټي پي د اطلاعاتو د قومندان او مسوول سعید الرحمان چې په دادالله مشهور دی، په امر ترسره شوی. د پاکستان په وینا، نوموړی په افغانستان کې مېشت دی.
د پاکستان د دولت له اعلامیې سره سم، د ځانمرګو بریدونو مسوول ساجد الله چې په شینا مشهور دی، د پلټنو پر مهال اعتراف کړی چې دادالله ورسره د ټیلیګرام کاریال له لارې اړیکه نیولې او امر یې ورته کړی چې په اسلام اباد کې ځانمرګی برید وکړي.
ویل شوي چې دادالله د ځانمرګي بریدګر عکسونه ساجدالله ته لېږلي، تر څو نوموړی راپیدا کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې بریدګر چې په عثمان مشهور و، په قوم شینواری او د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی و.
د اعلامیې له مخې، ساجد الله اسلام اباد ته نژدې په یوه کور کې عثمان مېشت کړی او نوموړي ته یې د پېښور په اخون بابا هدیره کې ځانمرګی واسکټ تیار کړی او د چاونې په ورځ یې ورته اغوستی دی.
د پاکستان دولت ویلي: «دا شبکه په هره مرحله کې د تحریک طالبان پاکستان د عالي قومندانۍ له لوري چې په افغانستان کې مېشته ده، کنټرولېده. په دې پېښه کې ټوله ښکېله هسته د قومندان او درو غړو په شمول نیول شوي دي. څېړنې روانې دې او تمه ده چې نورې سپړنې او نیونې به هم وشي.»
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د دې ادعا په تړاو غبرګون نه دی ښوولی.
د دې اونۍ د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې چاودنې ۱۲ تنه ووژل او ۲۷ نور یې ژوبل کړل.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې بریدګر لومړی غوښتل چې په «جي-۱۱» سیمه کې لومړی محلي محکمې ته ننوزي، مګر کله چې ونه توانېد له محکمې دباندې یې د پولیسو پر موټر برید وکړ.
