د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له افغانستان سره به سوداګري تر هغه وخته ځنډول شوې وي، څو پورې چې په افغانستان کې د ټولو «ترهګرو خوندي پټنځایونه» له منځه نه وي وړل شوي.
د ایکسپرس ټریبیون رسنۍ د راپور له مخې، د دې وزارت ویاند طاهر اندرابي نن (جمعه، د لړم ۲۳مه) په یوه خبري ناسته کې ویلي: «دا چې تجارت څنګه او له چا سره وشي، د هر هېواد خپلواک تصمیم دی خو له افغانستان سره سوداګري یا ترانزیټ یوازې هغه وخت ممکن دی چې ټول ترهګريز پټنځایونه له منځه ولاړ شي. د انسانانو ژوند تر سوداګرۍ ډېر مهم دی.»
پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له طالبانو سره تر شخړې وروسته له افغانستان سره ټولې لارې تړلې دي.
بل لور ته، د طالبانو د ریيس الوزرا اقتصادي مرستیال د دې ډلې له ماليې وزارت او سوداګرو او صنعتکارانو غوښتي چې د صادراتو او وارداتو لپاره د پاکستان پر ځای نورې بدیلې لارې وټاکي.
عبدالغني برادر اعلان کړی چې تر درو میاشتو وروسته به له پاکستان څخه د درملو واردات په بشپړ ډول بند وي.
په عین مهال کې د پاکستان سوداګریز فعالان د دې پرېکړې د پایلو په تړاو اندېښنه څرګندوي او وايي چې پاکستان به په افغانستان او د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې لوی بازار له لاسه ورکړي.
په پاکستان کې د بریدونو زیاتوالی او د پښتنې ملتپالنې ترویج
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل ننني خبري کنفرانس کې یو ځل بیا تکرار کړې چې له کومه وخته طالبان پر افغانستان واکمن شوي، له هغه وخته په پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي.
هغه زیاته کړې چې پاکستان، سره له دې چې مالي او انساني زیانونه یې زغملي خو غچ اخیستونکی اقدام یې نه دی کړې او هیله لري چې طالبان به د وسلوالو فعالیتونه مهار کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: «خو د طالبانو ادعاوې او ژمنې یوازې خبرې دي.»
هغه زیاته کړې: «د افغانستان طالبان د پاکستان د مخالفو ډلو ملاتړ ته ادامه ورکوي او هڅه یې کړې چې په پاکستان کې پښتنه ملتپالنه خپره کړي.»
طالبان د ټيټيپي ملاتړ ردوي او وايي چې د تحریک طالبان پاکستان ستونزه د پاکستان خپله داخلي مسله ده.
د طالبانو چارواکي وايي چې پاکستان د خبرو پر مهال له دوی څخه د ټيټيپي د مهارولو ضمانت غوښتی، خو د طالبانو په وینا دا غوښتنه «غیرمنطقي» ده.
د طالبانو د مذاکراتي پلاوي ځینو غړو په تازه څرګندونو کې ویلي چې اسلام اباد له دوی غوښتي چې د طالبانو مشر باید په پاکستان کې د ټي ټي پي د جګړې د ناسموالي په اړه فتوا ورکړي.
