د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له ایراني چارواکو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

اطلاعات روز: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوه اقتصادي پلاوي په مشرۍ د ایران سیستان او بلوچستان ولایت ته سفر کړی دی. هغه هیرمند ولسوالۍ کې د ایران او افغانستان ترمنځ په ګډه اقتصادي ناسته کې ګډون کړی دی.

د ایرنا د راپور له مخې، په دې ناسته کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو خنډونو د لېرې کولو په لارو چارو بحث شوی دی.

د سیستان او بلوچستان والي منصور بیجار ویلي، چې د ازادو سیمو او سړکونو او بندرونو زیربناوو څخه د ګټې اخیستنې لپاره پراخ پلانونه پلي کیږي.

هغه د سیستان ازادې سیمې او د چابهار بندر د افغانستان د توکو د ترانزیټ او صادرات د پراختیا مهم محورونه بللي او ویلي یې دي: «د لاریو تګ‌راتګ منظمول او د ورځني تېرېدونکي لاریو ظرفیت دوه تر درې زرو پورې لوړول زموږ په پلان کې دي. همدارنګه د سیستان او بلوچستان د سړک او رېل پټلۍ بنسټیزې برخې د بشپړ فعالیت لپاره چمتو دي، او که د افغانستان  له لوري همکاري وشي، د توکو د ترانزیټ سرعت او کیفیت به په پام وړ توګه لوړ شي.»

په وروستیو کلونو کې، که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د طالبانو او اسلام آباد ترمنځ د کړکیچونو له امله اغیزمنه شوې، خو د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري زیاته شوې ده.

په دې وروستیو کې د پاکستان سره پر ډیورڼ کرښه د لارو تړلو وروسته طالبانو له سوداګرو څخه غوښتي چې د وارداتو او صادراتو لپاره د پاکستان پرځای بدیلې لارې انتخاب کړي. د چابهار بندر یو له بدیلو لارو څخه ګڼل کېږي.

طالب چارواکو ویلي، چې افغانستان د ایران او مرکزي اسیا له لارې د سوداګرۍ لارې کاروي ترڅو په پاکستان باندې خپل تکیه کمه کړي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده رویټرز ته ویلي: «په تیرو شپږو میاشتو کې، زموږ سوداګري له ایران سره ۱.۶ میلیارده ډالرو ته رسیدلې، چې له پاکستان سره د تبادلې شوي ۱.۱ میلیارد ډالرو څخه ډیره ده.»
هغه ویلي، چې د چابهار بندر کارولو ځنډ کم کړی او سوداګرو ته یې ډاډ ورکړی چې د پولو تړلو سره به ترانسپورټ بند نه شي.

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت والي د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سره په یاده غونډه کې د چابهار بندر د سوداګریزو کښتیو د ځای پر ځای کولو او عمان او نورو نړیوالو بندرونو ته د بار وړلو د لاینونو د جوړولو لپاره د ظرفیت په اړه بحث کړی او ویلي یې دي: «د سیستان او بلوچستان ولایت چمتو دی چې افغان سوداګرو ته ځانګړي تخفیفونه وړاندې کړي ترڅو د ټرانزیټ لګښتونه کم کړي او اقتصادي همکاري ګټوره او دوامداره شي.»

هغه ویلي، چې د دواړو هیوادونو د اقتصادي او سوداګریزو چارو د همغږۍ لپاره به یو استازی وټاکل شي ترڅو ټول سرحدي او سوداګریز تړونونه او پروژې په چټکۍ او موثره توګه پلي شي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه