طالبانو یو ځل بیا په سویلي حوزه کې عربانو ته د ښکار اجازه ورکړې

د افغانستان په سویلي ولایتونو کندهار او زابل کې عام خلک وایي له تیرې اوونۍ راهیسي د عربانو یوه لویه ډله چې درې موټر ورسره دي د کندهار او زابل په دښتو کې ښکار کوي.

د کندهار یوه اوسیدونکي اطلاعات روز ته ویلي چې د عربانو دا ډله د کندهار په دامان، ارغستان او میوند او همدا راز د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې په دښتو او غرونو کې مرغان ښکار کوي.

نوموړي چې د کندهار په ارغستان کې یې دا کسان لیدلي وایی چې له هغوی سره د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې د ښکار کولو رسمي جواز او د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سیاحت رسمي شته.

دی وایي چې یادو عربانو به د ښکار شويو مرغانو یوازي جیګر یا هم ینه ترې ایستله او پاتې غوښي به یې بیرته په دښتو کې غورځوله.

د زابل یو اوسیدونکي هم اطلاعات روز ته ویلي چې دوی یاد عربان څو ورځې مخکې د شهرصفا ولسوالۍ په دښتو کې لیدلي چې ٦ تنه افغانان هم د خدمتګارانو او ساتونکو په توګه ورسره ګرځیدل.

که څه هم طالبانو پر ښکار کولو کلک بندیز لګولی او د ښکار کولو په تور یې ګڼ کسان بندیان کړي هم دي خو د عربان بیلابیلي ډلې هر کال د افغانستان جنوبي ولایتونو ته په ښکار کولو پسې راځي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه