د کندهار ښار د کفتان مدد سيمې یو شمیر متضرر شوي اوسېدونکي شکایت کوي، چې د طالبانو د ښاروالۍ له لوري د کفتان مدد چوک څخه تر ډنډ پورې د سړک د پراخېدو په نوم د خلکو کورونه، دوکانونه او مارکیټونه ورانېږي، خو تر اوسه نه د زیان پیسې ورکړل شوي، نه بدیله ځمکه ور ښودل شوې، او نه هم کوم رسمي قناعت ورته وړاندې شوی دی.
متضررین زیاتوي، د طالبانو ښاروالۍ د زور له لارې ودانۍ تخریبوي، د خلکو قانوني اسناد نه منل کېږي، خبرې یې نه اوریدل کېږي او نه هم د شکایتونو اورېدو لپاره کومه قانوني لاره شتون لري، ترڅو خلک خپل حق ترلاسه کړي.
د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي، چې ښاروالۍ د شپې له مخې د خلکو پر دوکانونو بیلډوزرونه وچلول، په داسې حال کې چې د مارکیټ په دوکانونو کې لا هم د خلکو سامانالات دننه وو. هغوی دا کار «ظالمانه» او «بېعدالتي» بولي او له طالب چارواکو غواړي چې د خلکو تاوان جبران او قانوني حقونه مراعت کړي.
د کفتان مدد چوک اوسېدونکي حاجي لالي په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «د جمعې په شپه د ښاروالۍ بیلډوزرونه ودریدل حال دا چې موږ د ښاروالۍ سره قناعت نه وو کړی، د شپې یې د مارکیټ ځینې برخې ونړولې چې په لوړو منزلونو کې لا هم کورنۍ میشتې وې، دوی نه د ښځو د قران روی ته کتل، نه یې د ماشومانو چغارې او بغارې اوریدلې، دوی موږ ته یوازې تر سهاره وخت راکړ چې د شپې په تیاره کې مو خپل سامان الات له دوړو او خټو په ډیر تکلیف را و ایستل.»
په همدې سیمه کې د کمپیوټر د یوه پلورنځي خاوند سید عبدالله اغا هم ورته خبره کوي. نوموړی وایي، دوی ته د ښاروالۍ له خوا یوازې تر سهاره وخت ورکړل شوی و، چې خپل دوکانونه د شپې مهال خالي کړي.
عبدالله اغا وویل: «د جمعې په شپه ناوخته زنګ راغی چې ښاروالۍ مارکیټ نړوي خپل شیان مو عاجل وباسئ، نو د جمعې د شپې د بانډار څخه راووتلو تر سهاره مو خپل د دوکان سامان الات یو بل ځای ته انتقال کړل د اکثرو خلکو حسابونه دغسې پاتې دي، ادرسونه مو سره ورک دي تر اوسه مو د کاروبار لپاره بل ځای هم نه دی پیدا کړی، د سختو مشکلاتو سره یې مخ کړي یو.»
د دغه سیمې بل اوسېدونکی راز محمد (مستعار) وایي، چې د خپلې ستونزې د حل په موخه یې څو ځلي د کندهار ولایت مقام او نورو ارګانونو ته مراجعه کړې، خو دوی ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د طالبانو له والي سره خپل مشکل حل کړي.
نوموړي وویل: «د سیمې خلکو ته تر اوسه نه استملاک ورکول شوی نه پیسې ورسره منل شوي، په دې اړه موږ یو هم قناعت نه لرو نه موږ پوهیږو چې زموږ سرنویشت څه شی دی، نو موږ ټول د ولایت دروازې ته ورټول شو چې په دغه تړاو د والي صاحب سره ووینو، خو دروازه کې هم نه یو پرېښودل شوي، ویل یې چې والي صاحب نشته بله ورځ یې ویل نن والي صاحب اداري مجلس لري، موږ چاته ورشو په چا وژاړو، امیرالمومنین صاحب لیدل خو بيخي ناممکنه ده، زموږ غږ څوک نه اوري موږ له دروازو شړل کېږو، نه ښاروال لیدنه کوي، نه والي، نه قاضي، نه هم بل مسوول.»

که څه هم کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه د خلکو لپاره خبرتیا خپره کړې، چې د خپلو اسنادونو سره دې ورشي تر څو د استملاک چارې ترسره شي، خو خلک وایي دا یوازې یو تش اعلان دی، او تر اوسه دوی ته د استملاک په اړه قناعت نه دی ورکړل شوی.
د سیمې اوسیدونکي حاجي زلمي په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «موږ د ښاروالۍ دفتر ته ورغلو، اسناد مو ور وسپارل، اوس مو دغه دی کورونه ونړیدل، خو تر اوسه ښاروالۍ د خیمو پیسې هم نه دي راکړي، نه استملاک معلوم دی نه د بدیلې ځمکې ځای معلوم دی، ښاروال ویل چې اول کورونه خالي کړئ، وروسته ځمکه درکړو، دا د خلکو په صبر او زغم باندې ملنډې وهل دي.»
د کفتان مدد سیمې اوسیدونکي وایي، چې طالب چارواکي له زور او ګواښ څخه کار اخلي، نه خبرو ته تیار دي او نه د عدالت احساس لري.
یو سپین ږیری چې د خپل کور په چپه کولو لګیا دی او د خپل نوم له یادولو ډډه کوي، وایي چې طالبان کوم انصاف نه لري او خبرداری یې ورکړی که کورونه خالي نه کړئ، په زور یې درته چپه کوو.
دغه سپین ویري وویل: «ښاروال موږ ته وویل که کورونه مو خالي نه کړل، په زور به یې چپه کړو. دا څنګه اسلامي عدالت دی؟ په یو لاس قرآن نیولی، په بل لاس توپک! دا اوس کوم انصاف دی کډې مو پر سړکانو پرتې دي نه یې تر اوسه د خیمې پیسې راکړي نه یې ځمکه راته ښودلې، هیڅ درک یې نشته زموږ قناعت خو لېرې پریږده، سم فرعونیت شروع دی.»
خلک وایي، چې د یاد سړک لپاره یو میلیارد افغانۍ بودیجه منظور شوې، خو د خلکو د جبران برخه یې لا هم نه ده عملي شوې.
په کندهار کې یو شمېر مدني فعالان وایي، د ښار پراختیا مهمه ده، خو د خلکو د ملکیتونو حق تر پښو لاندې کول د ظلم او بېعدالتۍ معنا لري.
دغلته یو تن مدني فعال رحمت الله افغان (مستعار) وایي، د ښار د پرمختګ مخالفت نه کوي، خو هغه زیاتوي چې د خلکو د ملکیت حق باید له پامه و نه غورځول شي.
هغه وویل: «هیڅوک د ښار د پراختیا مخالف نه دی، خو پراختیا هغه وخت معنا لري چې عدالت ورسره وي. دا خلک د خپلو شرعي قبالو او قانوني اسنادو باوجود د زور ښکار دي. دا د دې خلکو پر حقونو ښکاره تیری دی ځکه تر اوسه د ښاروالۍ سره هیچا قناعت نه دی کړی، نه هم د دوی غږونه اوریدل شوي، د زیانمنو خلکو استملاک باید اول ورکړل شوی وای، تر څو هغوی د خپل سرپناه غم خوړلی وای دغلته ډیر داسې غریب خلک اوسیږي چې د خیمې پیسې نه لري اوس یې نه ځای معلوم دی نه په ښار کې د کرایې توان لري.»

دغه راز د کفتان مدد چوک څخه تر ډنډ پورې د سړک د پراخېدو له امله سلګونه کورنۍ بېکوره شوي او کندهار ښار کې بیا په دې وروستیو کې د کورونو د کرايې له لوړې بیې سره مخ دی او دا بېکوره کورنۍ نه د کور نیولو توان لري او نه د خېمې درولو ځای ور ښودل شوی دی.
د محمد کمال په نوم یو تن بې کوره ځوان وایي، څه یې چې درلودل هغه یې په کور مصرف کړي او اوس یې چې کور ویجاړ شو، نه د کرایې وس لري او نه ځای لري چې خیمه کې پکې ودروي.
هغه وویل: «زموږ چې څه هستي او نیستي وه په دغه کور کې مو مصرف کړې وه، اوس مو په لس او پنځلس زره افغانۍ کرایې وس نه رسیږي ځکه بیکاره یو، څو ورځې پرلپسې ښاروالۍ ته لاړو تر اوسه یې نه پیسې راکړي، نه ځمکه راته مشخصه شوې، حیران یو چې چیري ولاړ شو په ټول ښار کې بل د خیمې درولو ځای نه لرو.»
د خلکو په وینا، د طالبانو د ښاروالۍ دې اقدام په کندهار کې د کورونو د کرايې بیې څو برابره لوړې کړي او ترڅنګ یې د پاکستان او ایران څخه د راستانه شوو کډوالو او بېکوره کسانو شمېر ورځ تر بلې په زیاتیدو دی.
په ورته مهال د کندهار په ښاروالۍ کې یوې سرچینې وویل، چې متضررینو ته د بدیلو ځمکو وعده عملي کېږي، خو په وینا یې چې تر اوسه هېڅ ځای نه دی مشخص شوی، ترڅو په یادو کسانو وویشل شي.
د کندهار ښاروالۍ کې یو تن انجینر د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل: «د کندهار ښاروالۍ د سیمې هر متضرر شوي کس ته د استملاک پیسې په نظر کې لري، موږ اوس فعلاً د دې خلکو څخه کمیټه جوړه کړې، چې د بازار په نرخ في متر مربع ځمکه د ۶۰۰ تر ۸۰۰ ډالره نرخ ورته ټاکل کېږي او د دې تر څنګ به دغه زیانمن شوو خلکو ته بدیلې ځمکې هم ورکول کېږي، خو تر اوسه سیمه نه ده مشخصه شوې، چې هر وخت دغه فیصله نهایي شوه د پیسو ورکړه او د ځمکو وېش به هم شروع شي.»
د کندهار ښار اوسیدونکي د کفتان مدد چوک څخه تر ډنډ چوک پورې د سړک د پراخېدو پروژه د ښار د پرمختګ لپاره مهمه بولي، خو د خلکو د ملکیتونو استملاک نهکول، د قناعت نهورکول، او د زور کارول د دې سیمې خلک د ستونزو او بې سرپناهۍ سره مخ کړي دي.
