د روزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې ځایي سرچینې اطلاعات روز ته ویلي چې نامعلومو کسانو د دې ولسوالۍ په «خلج» سیمه کې د امان الله حسني په نوم یو ٦٥ کلن هزاره وژلی دی.
د سیمې یو اوسیدونکي ویلي چې دا کس چې په خپله سیمه کې په بزګرۍ بوخت و، لومړی د لړم میاشتې پر ۲۱ نېټه نادرکه شو او تېره جمعه (۲۳ د لړم) یې جسد په «دهن یاغک» سیمه کې موندل شوی دی.
د دې اوسېدونکي په وینا، په دې ولسوالۍ کې د هزاره ګانو پر له پسې وژنې دوام لري او په ولسوالۍ کې مېشت هزاره وګړي یې وېرولي دي.
د دې سرچینې په وینا، په سیمه کې د داسې وژنو پړه پر کوچیانو اچول کېږي، خو تر اوسه د دې پېښې د عاملینو په تړاو کره راپور نه دی ورکړل شوی.
د یادونې وړ ده چې په سیمه کې د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه د دې او دې ته ورته نورو پېښو په تړاو څه نه دې ویلي او د سیمې اوسېدونکي یې د امنیت په راوستلو کې په ناغېړي تورنوي.
