لغمان کې د موټر چپه کېدو له امله شپږ تنه مړه او درې ټپیان شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې پر مهال ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، پېښه نن (یکشنبه، ۲۵ د لړم) سهار شاوخوا ۴:۰۰ بجې د قرغیو ولسوالۍ اړوند «میاخان کڅ» سیمه کې د کابل-جلال اباد پر لویه لار د یوه ټوډي موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې.

د هغه په خبره یاد موټر د زیات ګړندي تګ له امله له سړک اوښتی، اور یې اخیستی چې پر مهال یې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون ۶ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا ټپیان یې پر وخت روغتون ته لېږدولي چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بلل دی.

مسوولان له خلکو غوښتنه کوي چې ترافیکي قوانین رعایت کړي او د سفر پر مهال د احتیاط لارښوونې عملي کړي، څو د ورته ناوړه پېښو مخنیوی وشي.

د کابل-جلال اباد پر لویه لاره په دې وروستیو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی، ترافیکي نښو ته نه پاملرنه او ګړندی تګ بیا د ډېرو ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه ګڼل کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه