اطلاعات روز: له پاکستان څخه د تورخم له لارې ننګرهار ته په زور راستانه کړل شوي افغان کډوال وايي، کلونه وروسته هېواد ته راګرځېدلي، خو له راستنېدو سره سم له پراخو ستونزو سره مخ دي.
د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ ته له پاکستان څخه تازه راستون شوی کډوال ننګیالی وایي، سوړ ژمی، د دایمي هستوګنې لپاره سرپناه نشتون، بې روزګاري او د بنسټیزو مرستو نشتون له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
ننګیالي زیاته کړه: «دوه اوونۍ کېږي چې له پاکستان څخه ۱۳ کسیزې کورنۍ سره راستون شوی یم دلته ستونزې زیاتې دي، اوس د یو خپلوان په کور کې اوسېږم خپله یو جریب ځمکه لرم خو کور په کې نه لرم او نه یې راسره د ابادۍ وسه شته؛ مرستې شوي خو بسنه نه کوي او په کار ده چې د کار روزګار او دغه راز د سرپناه برخه کې له کډوالو سره مرستې ترسره شي.»
نوموړی راروان ژمی ته د اندېښنې په څرګندولو سره له طالبانو او دغه راز له مرستندویه موسېساتو غواړي چې ژر تر ژره ورته دایمي سرپنا برابره کړي.
یو بل راستون شوی کډوال نقیب احمد وایي، هغه له ۴۰ کلونو راهیسې پاکستان کې ژوند کړی او همالته یې واده کړی، اووه اولادونه لري او د پاکستان پلازمېنې اړوند «پنډۍ» سیمه کې یې یوازې یو کوچنی دوکان درلوده چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کولې، خو په دې وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له لوري په جبري ډول هېواد ته راستون شوی دی.
د نوموړي په خبره پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې محدودیتونه ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي او دغه وضعیت هغه کسان چې له کلونو راهیسې یې پاکستان کې ژوند کاوه، بېځایه، ناهیلې، بېکوره، اندېښمن او بېبرخلیک کړي دي.
نقیب احمد زیاتوي: «پولیسو مو په کور د شپې له خوا چاپه ووهله او بیا یې د کډوالو یو کمپ ته انتقال کړو، دوکان او د کور نور وسایل راڅخه هلته پاتې شول، په جبري ډول یې هېواد ته راستانه کړو، خو اوس دلته نه پیسې شته او نه کاروبار ورځ تربلې ستونزې زیاتېږي او له اقتصادي ستونزو سره مخ یو.»
د نوموړي په وینا، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو له لوري له افغان کډوالو سره خورا سخت تاوتریخوالی روان دی او ډېری افغانان چې هلته یې کورونه او کاروبارونه دي، په زور راېستل کېږي.
په ورته مهال د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، هېواد ته راستنېدونکو کډوالو سره په تورخم کې له رستنېدو وروسته نغدي، د خوراکي توکو او د کور د نورو اړینو وسایلو مرسته کېږي.
قریشي وایي، هڅې یې پیل کړي چې له پاکستان څخه راستنیدونکو کډوالو لپاره یې په بېلابېلو برخو کې کاري بوختیاوې چمتو کړي او دغه راز شته نورو ستونزو او اړتیاوو ته یې هم پر وخت رسېدنه وشي.
بدلون زیاته کړه: «په پلان کې ده چې ننګرهار کې کې پر کډوالو د سرپناه لپاره نمرې هم وویشل شي او دغه راز د کار موندنې په برخه کې هم له موسېساتو سره خبرې شوي او همدارنګه له راستانه شویو کډوالو سره د بېلابېلو مرستندویه موسېساتو له لوري نغدي او د خوراکي توکو مرستې ترسره کېږي.»
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د معلوماتو له مخې تېرو دوو کلونو کې له پاکستان او ایرانه له څلورو میلیونه ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا له امله له پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ په سلګونو کورنۍ هیواد ته راستنیږي چې لویه اندیښنه یې د را روان سوړ ژمي، بې سرپناه او کاري فرصتونو نشتون دی.
