په غور کې سرچینې وایي چې د دې ولایت د ولایتي روغتون څو تنه کارمندان په غور کې د طالبانو د عامې روغتیا د رییس عبدالواحد حماس له لوري ګوښه شوي او یو شمېر نورو کسانو د ده د فشار له امله استعفا ورکړې ده.
یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې څلورو نارینه متخصصو ډاکټرانو او دوو ښځینه متخصصو ډاکټرانو استعفا کړې ده او دوو نورو تنو د درس په بانه دنده پرېیښې ده.
د سرچینې په وینا، شپږ قابلې هم منفکې شوې دي او د هغوی پر ځای نور اشخاص استخدام شوي دي او همدارنګه دوو قابلو استعفا ورکړې ده او اووه تنه نرسان د حزب التحریر د غړیتوب له امله ګوښه کړل شوي دي.
اطلاعات روز ورځپاڼې د دوو متخصصو ډاکټرانو او د غور د روغتیایي برخې د درو کارمندانو د ګوښه کولو اسناد تر لاسه کړي دي.
د دې اسنادو له مخې، د جراحۍ متخصص محمد عارف لعل زاد او د عمومي داخلې متخصص محمد لي حسن زي استعفا ورکړې ده.

د حفظ الله په نوم یو بل ګوښه کړل شوی کس د غور د ولایتي روغتون نرس دی. ده د طالبانو اداري اصلاحاتو ادارې ته شکایت کړی او ویلي یې دې چې په غیر قانوني توګه منفک شوی دی او پر ځای یې یو بل کس استخدام کړل شوی.
د سرچینې په وینا، د حفظ الله پر ځای د امان الله په نوم یو بل کس چې پخوا د طالبانو په حکومت کې پولیس و، استخدام کړل شوی دی.

د دې اسنادو له مخې چې اطلاعات روز تر لاسه کړي، د غور د عامې روغتیا د ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول مدیر محمد اسحاق هم د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست ته شکایت کړی چې د عامې روغتیا رییس دی ګوښه کړی او د ده پر ځای یې خپل خپلوان ګومارلي دي.

په غور کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس عبدالواحد حماس د غور د روغتون د ډاکټرانو د استعفا او ګوښه کېدو په تړاو وویل چې دا موضوع تر ډېره حده تبلیغات دي.
ده وویل چې یو متخصص د خپل فوق تخصص د اخیستلو لپاره بهر ته تللی دی. حماس د نرسانو ګوښه کول نه دې منلي او ویلي یې دې چې د نرسانو خالي بستونه هم شته او استخدام ورته روان دی. حماس زیاته کړې چې د حفیظ الله نومي کس موضوع هم حل شوې او خپلې دندې ته راستون شوی.
حماس ادعا کړې چې د غور روغتون هیڅ ښځینه متخصصه نه لري چې استعفا یې کړې وي.
د هغو اسنادو له مخې چې اطلاعات روز ورځپاڼې ته رسېدلي، د غور د عامې روغتیا د ریاست موټروان هم ګوښه کړل شوی او د عامې روغتیا رییس د ده پر ځای خپل ورور استخدام کړی دی.

په غور ې د طالبانو د عامې روغتیا رییس د دې موټروان د ګوښه کولو په اړه ویلي چې د باور وړ موټروان او ساتونکي لرل د هر رییس حق دی او دا یوه عادي چاره ده.
د غور د عامې روغتیا د ریاست د کارمندانو تبدیلي
د تر لاسه شویو اسنادو له مخې، د روان کال پر مهال د غور د عامې روغتیا د ریاست او روغتون اته تنه کارمندان هم تبدیل شوي دي.
یوې سرچینې دا بدلونونه غیر مسلکي ګنلي دي. د دې سرچینې په وینا، د محاسبې کارمند د حاضري د مامور او د حاضري مامور د محاسبې د کارمند په توګه ګومارل شوي دي.

د دوو موسسو د کار درېدل
یوې سرچینې ویلي چې دوو موسسو چې د غور د روغتیا په برخه کې یې کار کاوه، د طالبانو د عامې روغتیا د رییس په امر یې کار درولی دی.
د سرچینې په وینا، په غور کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس عبدالواحد حماس د عدالت او برابري په نوم د موسسې چې د نرسنګ، قابلګۍ او فارمیسي په برخه کې او همدا راز د ابرار په نوم د موسسې چې د فیزیوتراپي او اورتوپیدي په برخه کې یې کار کاوه، فعالیتونه ځنډولي دي.
سرچینه وایي چې دې موسسو له عامې روغتیا وزارت سره د تفاهملیک له مخې په غور کې درې کلنې پروژې درلودې او نجونو ته یې زده کړې ورکولې، مګر په غور کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس هغوی د فحاشۍ په ترویج تورنې کړې دي.
مګر حماس د اطلاعات روز ورځپاڼې د پوښتنې په ځواب کې وویل چې له کومه وخته دی راغلی دی، د عدالت او برابرۍ په نوم موسسې فعالیت نه دی کړی مګر د ابرار په نوم موسسه اوس مهال د فیزیوتراپي په برخه کې فعالیت لري.
حماس پخوا په غور کې د طالبانو د والي ویاند و مګر د سږ کال په لومړیو کې په غور کې د طالبانو د عامې روغتیا د رییس په توګه وګومارل شو.
