د ماشوم نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې درې نیم میلیونه ماشومان خوارځواکي دي

د خوړو نړیوال پروګرام د ماشوم د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې درې نیم میلیونه ماشومان خوارځواکي دي.

دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو ملاتړ کوي او هغوی ته په ښوونځي کې ځیني غذاوې تیاروي، تر څو وکولای شي چې زده کړه او وده وکړي او همدا راز په کلینیکونو کې د هغوی تغذیوي ملاتړ کوي، تر څو له خوارځواکۍ سره مبارزه وشي.

د خوړو نړیوال پروګرام پر ایکس لیکي: «اوس مهال په افغانستان کې درې میلیون میلیون ماشومان خوارځواکي دي. موږ کولای شو دا وضعیت بدل کړو.»

ماشومان او ښځې په افغانستان کې تر ټولو اسیب پذیره وګړي دي او د مرستو په کمېدو سره به وضعیت د هغوی لپاره نور هم بدتر شي.

اوس مهال ماشومان او نجونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له زده کړو محرومې دي. د طالبانو دې بندیز هغوی د جبري ودونو له خطر او نورو ستونزو سره مخ کړې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه