په هرات او کندهار کې د جلا ترافیکي پیښو له کبله ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: په هرات او کندهار کې د دوو جلا ترافیکي پیښو له کبله ۱۰ تنه مړه او لږ تر لږه ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

هرات کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې نن (یکشنبه، ۲ د لیندۍ) سهار وختي د دې ولایت د زاول ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پیښې له کبله ۱۰ تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

زاول ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ اداري مرستیال یار محمد صادق وایي، دا پیښه د یوه ۳۰۲ ډوله مسافر وړونکي بس چې له هرات څخه کندهار ته روان و، له یو فلانکوچ موټر سره چې له دایکندي څخه هرات ته په روان کې و، رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې پیښه کې ۱۰ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په ​​وینا، قربانیان د شینډنډ روغتیايي مرکز او د هرات سیمه ییز روغتون ته لیږدول شوي دي.

د پیښې لامل تر اوسه روښانه شوی نه دی.

دغه راز کندهار کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د دې ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند «شاجوۍ مانده» سیمه کې د یو موټر او ټکټر د ټکر په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه ترافیکي پیښه پرون مازدیګر ۰۵:۳۰ بجې د زیات سرعت او موټر چلوونکو د بې پروایي له امله رامنځته شوې.

په دې وروستیو کې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې ترافیکي پیښې زیاتې شوي، چې تر ډیره یې لامل ترافیکي اصولو ته نه ژمنتیا، زیات سرعت او بې پروایي بلل کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه