اطلاعات روز: پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماشومانو په نړیواله ورځ یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستو ټینګار وکړ.
هغه په یوه پیغام کې ویلي، چې زده کړه د هر ماشوم د حق ترڅنګ، د ټولنې اړتیا هم ده.
ښاغلي کرزي زیاته کړې: «له همدې امله اړینه ده چې هرڅومره ژر د ټولو ماشومانو، نجونو او هلکانو، لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي، څو د عامې زدهکړې فرصت برابر او د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لاره هواره شي.»
اوس مهال په ټول هیواد کې د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو څخه محرومې دي.
په تېرو څلورو کلونو کې، سره له دې چې نړېوالې ټولنې له طالبانو مکررې غوښتنې وکړې چې د ښځو او نجونو حقوقو ته درناوی وکړي، خو دغې ډله خپل محدودیتونه نور هم سخت کړي دي.
د نجونو پر زده کړو بندیز او اقتصادي بحران نجونې د جبري ودونو او د مرګ له ګواښ سره مخ کړې دي.
