طالبانو له ايران څخه افغانستان ته د ۲۱۱ بنديانو د لېږد خبر ورکړ

اطلاعات روز: په تهران کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی، چې له ایراني زندانونو څخه ۲۱۱ بندیان افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کسان د بند په سزا محکوم دي او لېږد یې د بندیانو د لېږد په اړه د هوکړې د پلي کولو په چوکاټ کې، د ایران د عدلیې وزارت او د دې هیواد د بندیانو د لېږد کمېټې سره په همغږۍ ترسره شوی دی.

دې سفارت د بندیانو د لېږد په پروسه کې د اسانتیا لپاره د ایراني ادارو د همکارۍ ستاینه کړې.

ایران د روان کال په پیل کې هم سلګونه افغان بنديان خپل هېواد ته لېږدولي وو.

د ایراني چارواکو په وینا، ډیری دغه بندیان د مخدره توکو پورې اړوند جرمونو په تور محکوم شوي وو.

په ایران کې د مخدره توکو پورې اړوند جرمونو په تړاو د افغان اتباعو د اعدام کچه د پام وړ ده او وخت ناوخت په دې تړاو راپورونه ورکول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه