د پاکستان پولیسو ویلي چې د دې هیواد په خیبرپښتونخوا ایالت کې د «سولې پر سیمهییزې کمیټې» وسلوالو برید کړی او له کبله یې اووه تنه وژل شوي او یو بل تن ژوبل دی.
د جیونیوز پاکستاني رسنۍ له راپور سره سم، دا برید تېره شپه (پنجشنبه، ۲۹ د لړم) شاوخوا نهه بجې د خیبرپښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ په «هوید» سیمه کې شوی دی.
پاکستاني پولیسو ویلي چې «ترهګرو» په دې سیمه کې د سولې پر دفتر برید وکړ چې وروسته جګړه وشوه او له امله یې د دې کمیټې اووه غړي وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا، وژل شوي او ژوبل کسان په بنو کې سیمهییز روغتون ته انتقال شوي دي.
تر اوسه هیڅ ډلې یا کس د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
خیبرپښتونخوا ایالت چې له افغانستان سره پوله لري، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پکې د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي.
پاکستاني چارواکي وایي چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د افغانستان له خاورې په استفادې دا بریدونه ترسره کوي.
اوس مهال د طالبانو او پاکستاني دولت تر منځ په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون له امله کړکېچن دي او تر یوې میاشتې زیات وخت کېږي چې د دواړو لورو تر منځ لارې تړلې او سوداګري په ټپه ولاړه ده.
