مرګونې قاچاقي لارې؛ د فاریاب دوه ځوانان د ایران په پوله کې مړه شوي

اطلاعات روز: په فاریاب کې سرچینې وايي، چې د روانې اوونۍ په جریان کې د دې ولایت لږ تر لږه دوه ځوانان ایران ته د رسیدو په موخه د دې هیواد په پوله کې مړه شوي دي.

له دغو ځوانانو څخه یو یې ظفربیک نومېده، چې د قاچاقبرو د موټر په شا کې د ساه بندېدو له امله مړ شوی او بل یې تاج‌محمد نومېده، چې د غلو له لوري وژل شوی دی.

سرچینې وايي، چې ظفربیک د پشتون‌کوټ ولسوالۍ د «جمشیدي» کلي اوسېدونکی و او دوه ورځې وړاندې (سې شنبه، ۲۷ د لړم) د ایران خاوره کې د قاچاقبرو د موټر په شا کې د ساه بندېدو له امله مړ شوی دی.

د فاریاب پوهنتون استاد او د ظفر بیک ورور حال محمد شجاع پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې ورور یې د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو په موخه د ایران پر لوري روان شوی و.

دغه راز سرچینې وایي، چې تاج‌محمد د فاریاب د خواجه‌سبزپوش ولسوالۍ د «پخل‌تاغک» کلي اوسېدونکی و او د جمعې په ورځ (۲۳ د لړم) د ایران په پوله د غلو له‌ لوري وژل شوی دی.

د تاج‌محمد خپلوان ګلبدین وايي، چې هغه د بې‌کارۍ او پور له امله اراده لرله ایران ته ولاړ شي، خو  د ایران په خاوره کې د غلو لاسته لوېدلی او د انتقال پر مهال د غلو موټر چپه شوی او تاج‌محمد پکې ژوند له لاسه ورکړی دی.

په فاریاب کې سرچینې وايي، چې په دې وروستیو کې، د دې ولایت ډیری ځوانان د کار په لټه کې ایران ته د غیرقانوني کډوالۍ لاره غوره کړې ده. دا لاره خطرناکه او وژونکې ده، او ځینې کار غوښتونکي خپل منزل ته نه رسیږي.

د سه‌شنبې په ورځ ایرانۍ رسنیو راپور ورکړ، چې د سیستان او بلوچستان په ولایت کې د «غیرقانوني کډوالو» لېږدونکي موټر د ټکر له امله نهه کسان مړه شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

ایران د کډوالو ایستلو سره هممهاله افغان اتباعو لپاره د ویزې ورکول محدود کړي. د ویزو نشتوالی ځینې کسان دې ته اړ باسي چې قاچاق ته مخه کړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه