هند له افغانستان سره «کارګو» الوتنې بیرته پیلوي

@sidhant

د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان، افغانستان او ایران د برخې مشر انانند پراکاش ویلي چې د کابل-ډیلي-امریتسر تر منځ به «کارګو» الوتنې ژر بیرته پیل شي.

د «بیزنس سټینډرډ» له راپور سره سم، نوموړي دا موضوع نن (جمعه، ۳۰ د لړم) په نوي ډیلي کې د یوې خبري ناستې پر مهال یاده کړې چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم موجود و.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت دې چارواکي ویلي چې د دې الوتنو د پیلولو لپاره لومړنۍ چارې ترسره شوې دي.

ده ویلي چې د دې الوتنو پیل به د هند او افغانستان تر منځ سوداګریزې اړیکې تر پخوا په زیاته کچه پیاوړې کړي.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت د دې چارواکي په وینا، دواړو لورو موافقه کړې چې د دوه اړخیزې سوداګریزې همکارۍ د څار لپاره په سفارتونو کې سوداګریزې اتشې وګوماري.

ده همدا راز ویلي چې د هند او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ او پانګونې ګډې غونډې به بیرته فعالېږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د چهارشنبې په ورځ هند ته په یو پنځه ورځني سفر ولاړ.

ده تر دې مهاله د هند د بهرنیو چارو د وزیر سوبرامانیام جایشانکار په شمول له یو شمېر هندي چارواکو سره کتلي او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په تړاو یې ورسره خبرې کړې دي.

طالب چارواکو له پاکستان سره تر شخړې وروسته د بدیلو سوداګریزو لارو د موندلو هڅې پیل کړې دي.

تر یوې میاشتې زیات وخت کېږي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ لارې تړلې او سوداګري په ټپه ولاړه ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه