د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې که اړتیا وي او خلک یې وغواړي، دی چمتو دی چې د «افغانستان د بحران د حل لپاره د رغنده لارو په ښوولو او برابرولو کې» ونډه ولري.
هغه نن (پنجشنبه، د لړم ۲۹مه) په یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي چې افغانستان په یوه تاریخي حساس پړاو کې دی او د دوو داسې برخلیک ټاکونو مسیرونو تر منځ باید انتخاب وکړي چې له یوې خوا پراخ خطرونه لري، مګر په عین مهال کې لوی فرصتونه هم شته.
غني ویلي چې خلک د یوه بېړني او اساسي بحث غوښتونکي دي؛ داسې بحث چې د ملي ګټو سرحدونه ورته روښانه کړي او د هغو په اړه لازمه اجماع رامنځ ته کړي.
هغه په خپل پیغام کې لیکلي: «اوس باید په جدي توګه زموږ د ملي خبرو-اترو محور دا وي چې څرنګه اهداف مشخص کولای شو؛ څرنګه یې تر لاسه کولای شو؛ څرنګه له نړۍ سره بیرته وصل کېدلای شو او له نژدې او لیرې هیوادونو سره څرنګه اړیکې جوړې کړو. که زموږ انتخاب راتلونکی وي، باید د هیواد په داخل او بهر کې د اکثریت په ګډون سره لازمي اجماع ته لار هواره شي. زموږ بقا د یوه-بل په زغملو، د پایدارې سولې په تأمین او تحول او دوام کې ده.»
ښاغلي غني ویلي چې د ده په اند اصلي حللاره داده چې «په ګډه مخته ولاړ شو، مګر په عین مهال کې تاریخي درسونه راغونډ کړو او د خپل راتلونکې د رغولو لپاره ترې کار واخلو».
ګوښه شوي ولسمشر لیکلي: «په پای کې غواړم یو ځل بیا تکرار کړم چې زه د ځان لپاره څه نه غواړم او نه د دې لپاره هڅې کوم، مګر که اړتیا وي او خلګ یې وغواړي، تیار یم چې له کړکېچه د وتلو لپاره رغنده لارې روښانه کړم چې اصلي نکات به یې پر مرګ د ژوند، پر فقر د ثروت او پر ظلم د ملي ورورولۍ [ترجېح] وي.»
اشرف غني د ۲۰۱۴ میلادي کال پر مهال ولسمشر شو او له خپل سیال عبدالله عبدالله سره په ګډه یې د ملي وحدت حکومت جوړ کړ.
دوی دواړه د ۲۰۱۹ پر مهال هم په رقابت کې و او یو ځل بیا یې ګډ حکومت رامنځ ته کړ او د ۲۰۲۱ د اګست میاشتې پر مهال د دواړو حکومت د طالبانو په لاس سقوط شو.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې چې طالبان واکمن دي، له روسیې پرته بل هیڅ هیواد هم د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
طالبانو پر وګړو سخت بندیزونه لګولي دي او ښځې او نجونې یې د زده کړو په شمول له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړې دي.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د بهرنیو مرستو قطع کېدو، اقلیمي بدلونونو، پر له پسې زلزلو او له ګاونډیو هیوادونو د میلیونونو کډوالو راستنېدو د افغانستان کړکېچ نور هم وخیم کړی دی. اوس مهال په هیواد کې میلیونونه وګړي له لوږې او فقر سره لاس او ګرېوان دي.
