طالبان، د مدرسو پراختیا، فکري بدلون او د نسل روزنې خطرونه

طالبان چې د مدرسو د چاپېریال محصول دي، له واک ته رسېدو وروسته یې د دیني مرکزونو جوړېدو ته پراخې لارې پرانیستې دي. د رسمي شمیرو له مخې، د مدرسو شمېر په ګڼو ولایتونو کې د دولتي ښوونځیو له شمېر اوښتی او د مدرسو دغه نفوذ د یوې داسې ټولنیزې طبقې د تولید سبب ګرځي چې فکر او هویت یې د طالبانو له ایډیولوژۍ سره تړل کېږي، داسې وضعیت چې د افغانستان د تعلیمي توازن د ګډوډېدو ښکاره نښه ګڼل کېږي.

د طالبانو د جګپوړو مشرانو له لوري د مدرسو مالي تمویل او اداره کېدل د واکمنې طبقې د نفوذ یوه بله څېره ښکاره کوي او ترڅنګ یې د یو شمیر عربي هېوادونو مرستې، د مدرسو لپاره د طالبانو د حکومت ځانګړې بودیجه او د زده‌کوونکو له لوري لګول کېدونکي فیسونه د دې مدرسو د دوام اصلي منابع جوړوي. په دغو مرکزونو کې په لسګونو زره ماشومان د داسې نصاب لاندې روزل کېږي، چې «جهادي فکر»، «مذهبي افراطیت» او د طالبانو د نظام ملاتړ پکې د بنسټیزو ارزښتونو په توګه وړاندې کېږي او دا بهیر د افغانستان د راتلونکو نسلونو د فکري خپلواکۍ لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

که څه هم طالبانو د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي، خو مدرسې په پراخه کچه نجونې او هلکان جذبوي، په داسې حال کې چې د عصري زده کړو، مسلکي مهارتونو او علمي معیارونو نشتوالی پکې څرګند دی. د ټولنیزو کارپوهانو په باور، د مدرسو د افراطي روزنې روانه پروسه د هېواد د راتلونکي لپاره ستره امنیتي او ټولنیزه خطره لري، ځکه چې په احتمالي سیاسي نښتو کې د همدې نسل له منځه جګړې ته ډلې او ځواک چمتو کېږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد کې د دیني زده کړو مرکزونه تر بل هر وخت زیات شوي دي. د دغې ډلې چارواکو تېر کال وویل، چې له دوی سره ۱۹ زره او ۶۹۹ مدرسې، يو زرو او ۲۷۷ دارالحفاظ، ۱۱۵ دارالعلوم او ۳۹ یتیم خانې ثبت شوي دي. دا شمیر په ګڼ شمیر ولایتونو په ځانګړي توګه سویل کې د دولتي ښوونځیو څخه ډېر تر سترګو کېږي او لا هم د زیاتوالي په حال کې دی، چې یوازې په کندهار کې یو زرو او ۷۹۰، په هلمند کې یو زرو او ۳۰۸، په ارزګان کې یو زرو او ۸۰ او دغه راز بلخ کې ۹۰۰ او په کابل کې بیا ۸۹۵ د دیني زده کړو مرکزونه یا مدرسې ثبت شوي دي.

کندهار کې د ملا برادر په مدرسه کې د دستار بندۍ مراسم

د مدرسو جوړښت

په افغانستان کې دا مهال په څلورو کټګوريو  کې مدرسې فعاليت کوي: هغه مدرسې چې په دولتي چوکاټ کې ثبت دي او د ديني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړي هم  پکې ترسره کيږي، هغه مدرسې چې نيمه په دولتي چوکاټ کې ثبت دي او يوازې يې د ښوونکو معاشونه دولت ورکوي، دریم هغه مدرسې چې په خصوصي ډول فعاليت کوي او هيڅ لګښت يې دولت نه ورکوي او څلورم د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده ځانګړې جهادي مدرسي چې ټول لګښت يې د طالبانو د حکومت له خوا ورکول کېږي او زده کوونکو ته یې تر ډیره د جهاد اړوند مسایل تدریس کېږي.

د معلوماتو له مخې اوس مهال د طالبانو په حکومت کې ټول هغه کسان چې ځان «مولوي» یا «مفتي» بولي او په دولتي چوکاټ کې دنده لري ۸۰ سلنه دغه خلک يوه يا هم څو مدرسې یې جوړې کړې دي.

د دغه کسانو له جملې څخه د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د د فاع وزارت مرستيال ملافاضل، د کورنيو چارو د وزير سراج الدين حقاني ورور انس حقاني، د لوړو زده کړو وزير ندامحمد نديم او ګڼ شمير نور لوړپوړي طالب چارواکي شته چې هر يو يې ځانګړې مدرسې جوړې کړې دي.

د طالبانو له منځه د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې، چې تر ملا هبت الله وروسته تر ټولو ډيرې او لويې مدرسې ملابرادر، ملافاضل او انس حقاني لري.

کندهار کې د ملا فاضل دیني مدرسه کې د فراغت غونډه/ استول شوی

د مدرسو د تمويل سرچينې

هغه مدرسې چې اوس په افغانستان کې فعالې دي؛ خصوصي یې د زده‌کوونکو له فیسونو، چندو او شخصي مرستو تمویلېږي. د طالب چارواکو له خوا جوړې شوې مدرسې د قطر، عربستان او یو شمېر نورو عربي هېوادونو له مالي ملاتړ څخه برخمنې دي. هغه مدرسې چې د طالبانو د پوهنې وزارت تر ادارې لاندې دي، لګښتونه یې د همدې وزارت له بودیجې څخه ورکول کېږي او همدارنګه د جهادي مدرسو ټول مالي لګښتونه د ملا هبت‌الله په لارښوونه د ماليې وزارت له ځانګړي کود څخه تامینېږي.

يو طالب چارواکی چې موږ يې دلته  په راپور کې نوم نه دی ذکر کړی، وايي چې دا مهال د افغانستان په څلور ولايتونو کې د طالبانو د اقتصادي مرستيال ملابردار شپږ مدرسې فعالیت کوي، چې په هره مدرسه کې تر ۵۰۰۰ پورې تنګي ماشومان په زده کړو بوخت دي.

هغه وايي، چې د يادو مدرسو لپاره خاص ودانۍ، خوړنځايونه،د ډوډۍ پخيدو ځايونه او ګڼې نورې مهمې اسانتياوې برابرې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، چې د ملابرادر دغه مدرسې په کندهار، ارزګان، هرات او  هلمند ولايتونو کې فعالې دي، چې ټول لګښتونه يې د قطر هېواد له خوا څخه ورکول کېږي او دا د هغه وخت څخه فعاله شوي کله چې ملابرادر په قطر کې د تير جمهوري نظام سره د مرکچي پلاوي مشري په غاړه  درلوده.

دغه راز د طالبانو مشر ملا هبت الله چې د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې یې په پاکستان کې د يوې لویې دیني مدرسې مشري کوله، خو کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، نوموړي د هیواد په ۳۴ ولايتونو کې ۴۵ جهادي مدرسې جوړې کړې او دا مهال په هره مدرسه کې ۱۰۰۰ کسان جذب شوي، چې هر کس ته بشپړ خواړه او د ورځې ۹۰ افغانۍ اضافي ورکول کېږي.

د معلوماتو له مخې د يادو مدرسو د يو ملا معاش ۲۵ زره او د یو شیخ‌الحدیث معاش بیا له ۳۰ زرو تر ۴۰ زرو افغانیو پورې رسیږي، چې د هرې مدرسې لپاره ځانګړې دولتي ودانۍ ورکول شوي او یا هم ورته جوړې شوې دي.

په کندهار ولايت کې د يوې جهادي مدرسې زده کوونکی حبیب الله (مستعار) وايي، چې د دوی د مدرسې ټول مضامين جهادي دي او تر ډیره داسې جوړ شوي چې د طالبانو د حکومت په ملاتړ بیانونه پکې راغلي دي.

نوموړی زیاتوي، چې دوی ته هره ورځ ۹۰ دقیقې د جهاد په ارزښت، د کفارو پر وړاندې په مقابلي او د طالبانو د پريکړو په ملاتړ خبرې کېږي.

د ده په وینا، چې د دوی په مدرسه کې ۶۰ سلنه داسې کسان زده کړې کوي، چې د کورنۍ غړې يې د هغوی د ساتنې وس نه لري او  ځينې يې يتیمان دي.

حبیب الله وویل: «دا مهال زموږ په مدرسه کې تر ۱۰۰۰ کسان ډير شته، موږ هره ورځ سهار پر څلور بجې له خوب څخه پورته کېږو د سهار تر لمانځه پورې کتابونه ګورو وروسته بیا لمونځ کوو، وروسته نيم ساعت ورزش کوو، وروسته يو ساعت چای خورو، وروسته يو نيم ساعت فکري زده کړې کوو، او تر هغه وروسته بیا زده کړو ته دوام ورکوو.»

د مدرسو زده کوونکي وایي، چې د زده کړو په جریان کې ورته یوازې دیني کتابونه تدریس کېږي او نور داسې څه نه زده کوي چې اوسنۍ نړۍ کې ترې ګټه پورته کړي

د مدرسو اوسنی بهیر او د راتلونکي په اړه اندیښنې

د ارزګان اوسیدونکی محمدنسیم الفت وايي، چې په افغانستان کې اوسنۍ فعالې مدرسې د اوږدمهال او لنډمهال دواړو په کچه بې ګټې دي. د ده په وینا، زرګونه زده‌کوونکي چې په خصوصي مدرسو کې درس وايي، د کلونو هڅو وروسته داسې فارغېږي چې نه کوم بااعتباره سند ورکول کېږي او نه یې هم لازمې او معیاري زده کړې ترلاسه کړې وي.

هغه زیاتوي، چې په هغو مدرسو کې چې د طالب چارواکو له خوا جوړې شوې دي هم د زده کړې حقیقي بهیر نشته او ډېری کسان چې په هغو کې اوسیږي او یا زده کړې کوي، په ښکاره ډول د همدې چارواکو د ځواکونو برخه بلل کېږي. د ده په باور، چې په ټول هېواد کې په ډېری مدرسو کې زده‌کوونکي د افراطیت، تعصب او د تمویل کوونکو د اهدافو عملي کولو ته هڅول کېږي.

الفت وایي، که په افغانستان کې یو ځل بیا سیاسي وضعیت داسې بدلون ومومي چې جګړې ته لاره هواره کړي، نو همدا د مدرسو زده‌کوونکي، طالبان او کم‌عمره هلکان به د اسلام په نوم د افراطي فکر تر اغېز لاندې د جګړې د لومړۍ کرښې جنګیالي او قربانيان وي.

هغه وویل: «هغه کسان چې اوس په مدرسو کې په زده  کړو بوخت دي ټول د افراطيت تر فکر لاندې روزل کېږي، هغوی هڅول کېږي چې باید د ټکنالوژی، عصرې زده کړو او په عمومي ډول د پرمختګ پر وړاندې تعصبګر پاتې شي تاسو به وګورئ که بیاځلي په افغانستان کې جګړه شي ټول د مدرسو اوسني روزلي به لومړی جنګيالان وي.»

کندهار ولایت کې یوه جهادي مدرسه

د منتقدینو په باور په افغانستان کې ډیری دیني مدرسې، د عنعنوي متنونو پر حفظولو او له دین څخه د محافظه کارانه تفسیرونو پر زده کړو متمرکزې دي. دا په داسې حال کې چې د عصري علومو، د ژوند د مهارتونو، بشري حقونو او عصري مفاهیمو زده کړې  په هغو کې نه ځاییږي. د دوی په خبره، چې دا چاره د دې باعث گرځي چې د یادو مدرسو فارغين د کار بازار ته د داخلیدو او یا هم ټولنه کې د مشارکت په برخه کې له ننگونو سره مخامخ کېږي.

د عثمان په نوم يو طالب چې د يوې خصوصي مدرسې څخه فارغ شوی او دا مهال د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې دانځرو په يو باغ کې مزدور دی، وايي په يو شمير دولتي ادارو کې پر ښکته بستونو په دندو وګمارل شو، خو  په خبره يې چې سيستم سره د نابلدتیا له کبله یې خپله دنده له لاسه ورکړې او اوس خپله مزدوري کوي.

هغه زیاتوي، چې په مدرسو کې یې هيڅ داسې زده کړې نه دي ترلاسه کړي چې راتلونکی یې ورسره ښه شي.

هغه د ټولو  کورنيو غوښتنه کوي چې خپل اولادونه د ديني زده کړو ترڅنګ په عصرې زده کړو هم سمبال کړي.

نوموړي وویل: «موږ په مدرسه کې زده کړې کولې هم به مو د مياشتې ۱۲۰۰ افغانۍ ورکولې هم به يې بیا په وطن کې په موږ ځيره راغونډوله هغه ځيره چې موږ به د کورونو څخه راټوله کړه بیا به څه اندازه موږ خوړله او ډيره برخه به د مدرسې استادانو کورونو ته وړله که تاسو پوښتنه وکړئ د هرې خصوصي مدرسې مشر په ښار کې وچه ډوډۍ چې د ځيرې له لارې يې راټوله کړې پلوري.»

که څه هم طالبانو په افغانستان کې واک ته تر رسيدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د زده کړو دروازې تړلي، خو د هېواد په سطحه په بېلابېلو ولايتونو کې دا مهال نجونې په مدرسو کې په زده کړو بوختې دي، په داسي حال کې چې طالبان وايي، غواړي د نجونو د عصرې زده کړو لپاره طرحه جوړه کړي، خو د مدرسو لپاره بیا کومه طرحه نشته او نجونې په ازادانه ډول مدرسو ته ځي او زده کړې کوي.

اطلاعات روز په بېلابېلو راپورونو کې موندلې چې په افغانستان کې د هلکانو ترڅنګ مدرسو ته د نجونو ورتګ هم زيات شوی او د دې لپاره چې د نجونو زده کړو ته هيلې ډيرې دي خلک د نجونو مدرسې جوړوي.

ارزګان کې د ملا عبدالغني برادر دیني مدرسه/ استول شوی

په عمومي ډول عام خلک وايي، يوازې مدرسې او ديني زده کړې نه شي کولای د هېواد اوسنی حالات سم لوري ته يوسي.

د ټولنيزو چارو د کارپوهانو په خبره که چيرې طالبان عصرې علم ته  پام ونه کړي اوسنی وران حکومتي سيستم به فلج حالت ته ورسيږي او  ډير ژر به د مدرسو د هغه طالبانو څخه د جګړو برخه کې استفاده وشي چې اوس تاز په مدرسو کې په زده کړو بوخت دي.

خو، طالبان بیا په دې وروستیو کې ظاهراً قانع شوي چې عصري زده کړې د واک او هیواد ساتنې لپاره اړینې دي. تېره میاشت د طالبانو د پوهنې وزير حبیب الله اغا په يوې غونډه کې وويل، د  هېواده د دفاع  لپاره اړینه ده چې عصري ټکنالوجۍ ته جدي پاملرنه وشي، ځکه په وینا یې چې اوس جګړه د ډرونونو، توپونو او طیارو له لارې ترسره کېږي، نه د تورو او کلاشینکوفونو په وسیله.

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړې ته په اشارې وویل: «په زمیني جنګ کې مو ولیدل چې هغوی ځغستله، خو بمبار یې راباندې کوله، له موږ سره یې دفاع نه وه، دا پنجابیان مو ولیدل چې په منډه وو ټول، خو توغندي یې راشاټ کړل، موږ نه د توغندیو دفاع درلوده او نه مو د طیارې دفاع درلوده.»

نوموړي له زده‌کوونکو غوښتنه وکړه چې په عصري او ساینسي علومو کې ډېر کوښښ وکړي او ویې ویل چې اوس د هېواد دفاع د ډرونونو، درنو توپونو، لویو بمونو او طیارو په وسیله کېږي او باید دې برخې ته پاملرنه وشي.

خو، د دې هرڅه سره سره طالبانو د عصري زده کړو د پرمختګ لپاره ګوم عملي ګام نه دی پورته کړی او یوازې یې په ځینو غونډو کې تشې خبرې کړې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه