د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې دا هیواد د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړې کمولو لپاره خپلې هڅې دوامدارې ساتي.
ښاغلي بقایي نن (یکشنبه، ۲ د لړم) په یوه خبري غونډه کې ویلي چې ایران له لومړي سره د طالبانو او پاکستان تر منځ هڅه کړې چې شخړه پراخه نه شي او دا موضوع د خبرو-اترو له لارې حل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي: «خپلو هڅو ته دوام ورکوو، تر څو دا موضوع د خبرو-اترو په یوه مناسب سیمهییز چوکاټ کې حل شي.»
ده ویلي چې «د دې دوو ګاونډیو او مسلمانو هیوادونو تر منځ د شخړې کمول اصلي هدف دی».
تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د طالبانو او پاکستان تر منځ د تهران په کوربتوب د یوې شونې غونډې خبر هم ورکړی و.
مګر د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپل ننني خبري کانفرانس کې په دې تړاو پوښتنې ته واضح ځواب ونه وایه.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړې له امله د دواړو هیوادونو تر منځ لارې تړلې او سوداګري په ټپه دریدلې.
دواړو لورو د یوې اونۍ تر نښتو وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب درې مرحلهییزې خبرې وکړې، مګر په اخیر کې دا خبرې-اترې له کومې نهایي پرېکړې او لاسته راوړنې پرته پای ته ورسیدې.
