«له پولیو خلاص افغانستان» پاڼې پر ایکس لیکلي چې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د پولیو واکسین د ورکړې کمپاین سبا (دوشنبه، ۳ د لیندۍ) پیلېږي.
دې پاڼې له هیوادوالو غوښتي چې له «پولیو خلاص افغانستان» کمپاین کې خپله ونډه واخلي.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې کمپاین کې به تر پنځه کلنۍ کم عمره ۷.۴ میلیون ماشومان واکسین شي.
دې وزارت وییلي چې دا کمپاین به درې ورځې روان وي.
سږ کال په افغانستان کې د ماشومانو د فلجېدو نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په دې لړ کې یوه پېښه په ارزګان، درې په هلمند، یوه په بادغیس، یوه په نورستان، دوې په پکتیکا او یوه په فراه کې ثبت شوې ده.
اوس مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې د فلج ناروغي لا پکې پای ته نه ده رسیدلې.
