د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې په پکتیا کې د طالبانو د ځایي مسوولینو تر امر وروسته په دې ولایت کې د ملي ټلویزون پر ژوندیو خپرونو بندیز لګېدلی دی.
دې مرکز نن (یکشنبه، ۲ د لیندۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې پکتیا درویشتم ولایت دی چې هلته د طالبانو له لوري د انځور پر خپرولو بندیز لګېږي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې ځایي سرچینې له قوله لیکلي چې په پکتیا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې ډلې د والي له دفتر سره په همغږۍ د ملي ټلویزون ولایتي کارکوونکو ته د دې ټلویزون پر فعالیت بندیز اعلان کړی او د ټلویزون د ماهیت په بدلېدو سره به په راډیو واوړي.
دې مرکز ویلي چې د طالبانو له سیمهییزو مسوولینو همدا راز غوښتنه شوې چې له رسنیو سره له انځوریزې مرکې ډډه وکړي او پر ځای یې خپل راپورونه په غږیزه او لیکلې بڼه خپاره کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د دې بندیز له امله په ټولنیزو رسنیو کې د باختر اژانس انځوریز کارونه او همدا راز چاپي خپرونې او سیمهییزې راډیوګانې لکه «نن، ژوند، هوا، پټان غږ او څمکنۍ غږ» هم اغېزمن شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په پکتیا کې د طالبانو له لوري د ژوندیو انځورونو پر خپرېدو بندیز غنلی دی.
دې مرکز ویلي چې دې پرېکړي د انځورونو خپرول په جدي ډول محدود کړي او اطلاعاتو ته د خلګو لاسرسی چې له پخوا محدود و، نور هم کم شوی دی.
طالبانو په خپل امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون کې د ژوندیو شیانو د انځور خپرول منع کړي دي.
وړاندې د دې ډلې چارواکو ویلي و چې دا دستور به په تدریجي توګه عملي کېږي.
