پاکستان او اروپایي اتحادیې په افغانستان کې د معتبر سیاسي بهیر د رامنځ ته کېدو غوښتنه کړې

ForeignOfficePk

د پاکستان او اروپايي ټولنې چارواکو د دواړو لورو په اوومه ستراتيژيکه ناسته کې په افغانستان کې د د دوحې د بهیر پر اساس د ملګرو ملتونو په مشري او له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د ژمنو پر بنسټ د ولاړ يو معتبر سياسي بهير د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوولې کایا کالاس په دې ناسته کې د افغانستان د ټولنیز ـ اقتصادي وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغوی زياته کړې چې د يو با ثباته، ارام او پر ځان بسيا افغانستان ملاتړ کوي، یو داسې افغانستان چې د سيمې له ثبات سره مرسته وکړي.

همدارنګه دواړو لورو د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړې په اړه خبرې کړي او له طالبانو یې غوښتي چې د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې رغنده رول ولوبوي.

هغوی همدارنګه د سيمې له سولې، ثبات او هوساینې سره خپل تعهد تکرار کړی او ويلي یې دي چې د ګاونډيانو تر منځ ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوولې له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او اسیب پذیره قشرونو ملاتړ وکړي.

د طالبانو او پاکستان اړیکې تر هغې نښتې وروسته چې نږدې يوه اوونۍ یې دوام وکړ، لا هم ترینګلې دي.

تر یوې میاشتې زیات وخت کېږې چي د دې نښتې له امله د دواړو هېوادونو پوله تړلې پاتې شوې او د دواړو خواوو تر منځ سوداګري درېدلې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوولې همدارنګه په پاکستان کې د افغان مهاجرو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

اروپايي ټولنې په دې ناسته کې ټينګار کړی چې د افغان مهاجرو هر ډول ستنېدل بايد خوندي، باکرامته او د نړيوالو معیارونو مطابق وي.

پاکستان په روان ميلادي کال کې د افغان مهاجرو د شړلو بهير چټک کړی دی.

دې هېواد له طالبانو سره د شخړې تر زیاتېدو وروسته د کډوالو نیولو او شړلو ته دوام ورکړی او هره ورځ زرګونه کسان وباسي. اوس مهال د افغانستان او پاکستان پوله يواځې له پاکستان څخه ستنېدونکو کډوالو ته پرانیستې ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه