له ارزګان څخه سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې د پخواني جمهوري حکومت د ارزګان د امنیه قومندان جنرال مطیع الله درې زامن وحیدالله، وارث او نویدالله نیولي.
یادې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې دا کسان طالبانو اووه ورځې وړاندې له خپل کور څخه نیولي وو.
د د دې سرچینې په خبره چې تر اوسه د یادو کسانو د نیول کیدو لامل نه دی معلوم خو د سرچینې له قوله ویل شوي چې د دې پخواني امنیه قومندان له کوره ځیني وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي.
له دې سره-سره، پر ټولنیزو رسنیو هم ځینو کسانو له سیمې لیکلي چې د دې پخواني قومندان کور څو ځله د طالبانو له لوري پلټل شوی هم دی.
بل لور ته ارزګان کې د طالبانو امنیې قومندانۍ هم په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دوی په یوه کور کې ساتل کېدونکې یو شمېر وسلې او مهمات تر لاسه کړي او همدا راز یې په دې تړاو درې کسان هم نیولي دي.
په دې خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې نیول شوي کسان د ارزګان د پخواني امنیه قومندان جنرال مطیع الله خان زامن دي خو یوازې دومره ادعا شوې چې د تیر حکومت د یو نظامي په کور کې دا شیان تر لاسه شوي.
