کندهار کې سیمهییزې سرچینې وایي چې د دې ولایت د میوند ولسوالۍ د قلعهشاهمیر سیمې په «بادېزي» کلي کې په بخارۍ کې چاودېدونکي توکي چاودلي او له کبله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون دوه تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.
سرچینې وایي چې پېښه نن (یکشنبه، ۲ د لیندۍ) هغه مهال رامنځته شوه چې کله د یوې کورنۍ غړو بخارۍ بلوله چې تر بلېدو وروسته چاودنه شوې.
د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم شامل دي او همدا راز په ټپیانو کې هم ښځې او ماشومان شته.
سرچینې زیاتوي، چې ټپیان د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه جزیات نه دي ورکړل شوي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې چاودېدونکي توکي په بخارۍ کې څنګه ځای پر ځای شوي، خو په جنوب لویدیځو ولایتونو کې د پاتې شویو ماینونو او ناچاودېدلو توکو له امله وخت ناوخته ورته پېښې رامنځته کېږي.
