له کله راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دغه ډلې د هېواد له نورو ولایتونو سربېره په ننګرهار کې هم د کانونو ناقانونه استخراج او د ځان په ګټه د تړونونو لاسلیکولو ته دوام ورکړی دی.
طالبان له قراداد کوونکو څه غواړي؟
ننګرهار کې د قیمتي ډبرو یو شمېر سوداګر وایي، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ځایي طالبان او پلویان یې پر طبیعي زیرمو کنټرول لري او دوی له هغوی سره له جوړ جاړي پرته د کانونو قرادادونه او د استخراج چارې نه شي ترلاسه کولای.
مسلم ساپی (مسعتار) ننګرهار کې د شوکاڼي له اتحادې سره غړیتوب لري، اوسمهال یې په شېرزادو ولسوالۍ کې له طالبانو سره له اوږدو ناندریو او جوړ جاړي وروسته د شوکاڼي دوه قراردادونه نیولي دي. نوموړی ادعا کوي چې طالبان له ټولو سوداګرو او په ځانګړي ډول د کانونو له قراداد کوونکو نیم په نیمه برخه غواړي او یا ترې د «باج» اخیستنې غوښتنه کوي.
ساپی زیاتوي: «په کومو ولسوالیو کې چې د شوکاڼي کانونه دي او یا د نورو قیمتي ډبرو نو د هرې سیمې طالب قومندانان پرې خپله ولکه لري، یا یې په غیر قانوني ډول استخراجوي او که کوم قرارداد کوونکی یې استخراجوي نو بیا ترې د باج اخیستنې غوښتنه کوي؛ ما له یو بل ملګري سره په شېرزادو ولسوالۍ کې د شوکاڼي قراداد نیولی، خو د هر ټن پر سر راڅخه یو ځایي طالب قومندان لس زره افغانۍ اخلي دې وضعیت سوداګر اندېښمن کړي او د حل غوښتنه یې کوي.»
د نوموړي په خبره طالبانو ته د «باج» نه ورکولو له امله یې په بېلابېلو پلمو د قرارداد چارې ځنډول کېږي او ان ډېر کله د مبایل له لارې په مرګ ګواښل کېږي.
ساپي وویل: «که طالبانو ته په قرارداد کې برخه ورنه کړو، بیا مو کار ته نه پرېږدي ما ته څو ځلي طالبانو ویلي، چې مونږ شل کاله د دې کانونو د ساتنې لپاره جګړه کړې او اوس وخت دی چې خپله برخه په کې راکړل شي؛ که ورسره له زور کار اخلو نو بیا راته لاپسې ستونزې جوړوي، نو مجبوره یو چې څه اندازه پېسې غواړي ور یې کړو او دغه راز هر میاشت ورته جامې او نور توکي هم اخلو.»
ډېری قرارداد کوونکي باوري دي چې طالبانو د تېر حکومت پر وړاندې د خپلې جګړې ډېره برخه د ناقانونه کانونو د کېندلو له لارې تمویلوله او په وینا یې، خو اوس د هېواد دا ملي شتمني د خپلو جرمي شبکو د پياوړتیا لپاره کاروي.
د خالد مومند (مستعار) په نامه د قیمتي ډبرو یو قرارداد کوونکی هم د طالبانو له «باجګیرۍ» شکایت کوي او په وینا یې دا ډله د کانونو د هوکړو په لاسلیکولو او له قرارداد کوونکو سره په جبري ډول په شریکولو سره له دغو سرچینو څخه د عاید لویه برخه ترلاسه کوي.
مومند زیاته کړه: «ما تېره میاشت په سپین غر ولسوالۍ کې د شوکاڼي او دغه راز د نفرایټو قیمتي ډبرو قرارداد د یو نیم میلیون افغانیو رشوت په بدل کې ترلاسه کړ، ځکه که بډې ورنه کړې نو قرارداد نه شې ترلاسه کولی؛ طالبان خپل کسان لري او له هغوی سره له جوړ جاړي وروسته درته قرارداد درکول کېږي او له دې سربېره هلته چې په ولسوالیو کې کوم طالبان دي هغوی درنه خپل میاشتنۍ برخه هم غواړي بس مجبوره یو که داسې ونه کړو مونږ هیڅ د کان قرارداد او استخراج نشو کولی.»

قرارداد کوونکي په کوم وضعیت کې دي؟
ځينې قرارداد کوونکي وایي، چې طالبان په جبري ډول غواړي چې پر کانونو او نور ساختماني پروژو بشپړ کنټرول ولري. د دوی په خبره د دغې ډلې ځينو چارواکو او قومندانانو د جوړ جاړي له مخې له قرارداد کوونکو سره لاس یو کړی، چې له لارې یې وکړای شي د کانونو او بیارغونې پروژې په خپل واک کې ولري.
ظاهرالله چې ننګرهار کې د «کرومایټ» ډبرو قرارداد کوونکی دی شکایت کوي، چې اوسمهال ځینې قراردادونه او پروژې هغه طالب پلوي قراردادي شرکتونه پلې کوي چې په خبره یې، طالبانو سره جوړ جاړی ولري.
د هغه په خبره طالبان په لومړي ګام کې هڅه کوي چې قرارداد او نورې پروژې په بشپړ ډول ترلاسه کړي او که د داوطلبۍ له لارې بریالي نه شي، ګټونکي قراردادي سره په جبري ډول د پروژې په شریکولو کې برخه اخلي. نوموړی هم ادعا کوي چې قراردایان د هوکړهلیک د لاسلیک پر مهال اړ ایستل کېږي چې طالبانو پورې اړوند یو قرارداي د همکار په توګه وروپېژني.
ظاهرالله زیاته کړه: «په قراردادونو کې د طالبانو د لاسوهنې له امله سوداګر ډېر زیاته په تنګ راغلي، ځکه زیاتره قراردادونه د جوړ جاړي له مخې ورکول کېږي او شرط یې دا وي چې طالب قومندان او یا بل چارواکی به له ځان سره شرېکوې؛ حتا داسې هم شوي چې هیڅ د قرارداد اعلان نه دی ورکړل شوی او پټ له پټه د رشوت په بدل کې یو سوداګر ته قراردا ورکړل شوی، نو ستونزې زیاتې دي او د حل لپاره یې هېڅ نه دي شوي خپلې ستونزې مو څو ځلي شرېکې کړي خو پایله یې نه ده ورکړې.»
د نوموړي په وینا چې ځينې قرارداد کوونکي د هوکړهلیک د لاسلیک پرمهال د طالبانو لخوا د رامنځته شویو ستونزو له امله، انصراف ته اړې کېږي.
د یو بل قراردادي شرکت مسوول غلام مصطفی وایي، ننګرهار کې د کانونه خپلسرې کېندنې، د قیمتي ډبرو لپاره د بازار نشتون، په چارو کې یې لاسوهنه، ګواښل او امنیتي خوندیتوب نشتون سربېره طالبانو پر قرارداديانو کړۍ را ټینګه کړې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په داسې حال کې چې د ټولو قراردادونو بهیر بشپړول په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې دی او کولای شي په اسانۍ سره له د مخالفو قرارداد کوونکو مخه ونیسي.
غلام مصطفی زیاتوي: «د قیمتي ډبرو سوداګر له زیاتو ستونزو سره مخ دي، ځکه طالبان ترې په قراردادونو کې د برخې اخیستو غوښتنه کوي او دغه راز هغه کسانو ته قرارداد ورکوي، چې له طالبانو سره جوړ جاړی ولري په زیاتره مواردو کې د سوداګرو او طالبانو ترمنځ جنجال رامنځته کېږي ځکه طالبان ترې د زیاتو پېسو غوښتنه کوي او قرارداد کوونکي یې نه ورکوي اوس په زیاتره کانونو د طالبانو خپل واک دی چې چاته قرارداد ورکوي او چا ته یې نه ورکوي.»
د هغه په وینا، طالبان د قراردادونو غوښتونکي مجبوروي چې د پروژې د اخیستو لپاره اړونده ادارې ته د خپلو پروپوزلونو تر لېږلو مخکې هغه له طالبانو سره شریک کړي او همدا لامل دی چې د طالبانو دغه محدودیتونه بالاخره د پروژو او تړونونو د بشپړ انحصار لامل کیږي.

پر کانونو د طالبانو انحصار مخنیوی څنګه کېدای شي؟
د اقتصادي چارو کاروپوهان هم اندېښنه لري چې په قراردادنو کې د طالبانو غیر قانوني لاسوهنې به په هېواد کې د کانونو د استخراج او د بهرنیو مرستو راجلبولو بهیر ټکنی کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه فاروق همت په خبره، د کانونو د استخراج په بهیر کې روڼتیا او حساب ورکول نشته او په باور یې، د طالبانو د بېځایه لاسوهنې له امله د هېواد د کانونو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ دی.
هغه وايي چې د یوې ځانګړې طرحې او پلان په نشتوالي کې د شرکتونو له خوا د کانونو استخراج د افغانستان په ګټه نه دی او په خبره یې، اوسني قراردادونه یوازې د طالبانو د عاید سرچینه کېدای شي.
همت زیاتوي: «کانونه د هېواد یوه له مهمو طبیعي منابعو څخه دي، خو متاسفانه د طالبانو له لوري پرې چور او تالان ګډ دی، ځکه له طالبانو سره نه د هېواد د ابادۍ غم شته او نه د ملت که په سم ډول دا کانونه استخراج شي؛ نو له یوې خوا به خلکو ته کار پیدا شي او له بلې خوا به د دولت خزانه ډکه شي خو د طالبانو له کړونو معلومېږي چې دوی یوازې کانونه د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره استخراجوي.»
بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون د کانونو پر قراردادونو د طالبانو انحصار ردوي او وایي، په دغه ولایت کې د ټولو کانونو قراردادونه په شفاف ډول له اعلان وروسته ګټونکي شرکت ته ورکول کېږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې اوسمهال د ننګرهار ولايت په شېرزادو، خوږیاڼو، شینوارو، کامې او ګوشتې ولسواليو کې، د شوکاڼي، اوسپنې، سرب، کرومایت، باریت او د نورو قیمتي ډبرو هغه کانونه دي چې د استخراج او اکتشاف چارې يې پېل شوې دي.
بدولون وویل: « کمه موده کېږي د قراردادي شرکتونو له لوري د نفرايټو د ١١ کانونو د کيندولو چارې پيل شوې او دغه راز په نور مختلفو ولسوالیو کې هم د بېلابېلو کانونو د استخراج چارې پیل شوي او ټولو قراردادي شرکتونو ته قرارداد د بولۍ له لارې ورکړل شوې او دغه راز هیڅوک نه شي کولای له چا د باج واخلي او د پخوا په پرتله د قراردادونو په برخه کې بشپړ شفافیت رامنځته شوی دی.»
له دې وړاندې هم اطلاعات روز ورځپانې داسې معلومات ترلاسه کړي و، چې د ننګرهار په زیاتره کانونو د طالبانو له لوري چور او تالان ګډ شوی او په غیر قانوني ډول استخراجېږي.
د طالبانو تر ولکې لاندې د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان د نادرو عناصرو په ګډون له ۱۴۰۰ زیات کانونه او کاني زیرمې لري او دې ډلې په تېرو څلورو کلونو کې په سلګونو کانونو قراردادونه له څه باندې ۲۰۰ داخلي او خارجي شرکتونو سره لاسلیک کړي، خو په رسنیو کې د دغو قراردادونو جزییاتو، روڼتیا او حساب ورکونې په اړه هیڅ نه دي ویل شوي.
