پېښور کې ځانمرګی برید؛ درې پولیس او درې بریدګر وژل شوي

اطلاعات روز: پاکستاني چارواکو خبر ورکړی، چې په پېښور کې د فدرالي پولیسو په یوه مرکز ځانمرګي برید کې درې پولیس افسران وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، دا برید نن سهار (دوشنبه، ۳ د لیندۍ) د پېښور په شمال لویدیځ کې د سېدار په سیمه کې شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو په وینا، برید درې ځانمرګو بریدګرو کړی، چې یو یې په دروازه کې خپل چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او دوه نور یې ودانۍ ته په ننوتلو کې بریالي شوي، خو په ډزو وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو عمومي څارونکي ذوالفقار حامد ویلي: «درې واړه وسله‌وال د ځوابي عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.»

د لیډي ریډینګ روغتون ویاند محمد عاصم ویلي، په مړو او ټپیانو کې د فدرالي پولیسو پرسونل او ملکي وګړي شامل دي. د روغتون چارواکو په وینا، چې ټپیان په ښه حالت کې دي.

د پېښور د پولیسو مشر میان سعید احمد بیا ویلي، چې د چاودنې ځای د احتیاطي تدابیرو په توګه کلابند شوی او پولیسو په ټول ښار کې د ننوتلو او وتلو لارې تړلې دي.

هغه ویلي، چې تصفوي عملیات روان دي او تمه کیږي چې لارې به له هغې وروسته بیرته پرانیستل شي.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه