د طالبانو د پوهنې وزارت د هر ولایتي ریاست څخه تر ۲۰ زیات بستونه تنقیص کړي

اطلاعات روز: یوه باوري سرچینه وايي، چې د طالبانو د پوهنې وزارت د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه سلګونه بستونه تنقیص کړي دي.

د سرچینې په وینا، په هر ولایت کې د پوهنې ریاست د مرکزي برخې له ۲۶ څخه تر ۳۰ پورې کارمندان له دندو ګوښه شوي دي.

په دې سره، د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د پوهنې له ادارو څخه سلګونه کسان تنقیص شوي دي.

د روان کال په پیل کې د طالبانو د مشر په لارښوونه شاوخوا ۹۰ زره بستونه د پوهنې وزارت څخه ختم شول. دغه وزارت هغه وخت ویلي و چې ډېری کم شوي بستونه خالي وو.

اوس مهال د افغانستان ښوونځي او ښوونیز مرکزونه یوازې هلکانو ته پرانیستي دي. طالبانو د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.

طالبانو د نورو دولتي ادارو د تشکیلاتو حد هم کم کړی دی. دې ډلې د کارمندانو معاشونه هم کم کړي دي.

په دولتي ادارو کې ډیری کارمندان د پخواني حکومت لخوا ګمارل شوي وو، خو طالبانو بیا د خپل حکومت په تیرو څلورو کلونو کې خپل غړي ځای پر ځای کړي دي او د فارغینو لپاره کاري فرصتونه محدود شوي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه