امریکا یو افغان وګړی د داعش د ملاتړ په تور نیولی دی

اطلاعات روز: د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې د «جان شاه صافی» په نوم یو افغان تبعه د داعش د خراسان څانګې د ملاتړ په تور نیول شوی دی.

دې وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې صافی پرون (چهارشنبه، ۱۲ د لیندۍ) د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې له لوري د ویرجینیا په «وینزبورو» کې نیول شوی دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت زیاته کړې، چې جان شاه صافی خپل پلار ته چې په افغانستان کې د یوې وسله والې ډلې قومندان دی وسلې رسولي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم جان شاه صافی «ترهګر» بللی او ویلي یې دي چې د بایډن ادارې هغه «د متحدینو د ښه راغلاست» پروګرام له لارې امریکا ته داخل کړی.

هغې زیاته کړې: «د بایډن حکومت د امریکا د ملي امنیت په تاریخ کې یو له بدترینو بحرانونو څخه رامنځته کړ. بایډن نږدې ۱۹۰ زره افغان اتباعو ته بې‌پلټنې د داخلېدو اجازه ورکړه او یوازې وروسته له هغه چې امریکا ته داخل شول، څرګنده شوه چې دوی څوک دي او کوم نیت لري.»

دا په تیرو دوو اونیو کې په متحده ایالاتو کې دریم افغان وګړی دی چې نیول کېږي.

یو بل افغان وګړی رحمان الله لکڼوال تیره چهارشنبه په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د ملي ګارد پر دوو غړو له برید وروسته نیول شوی.

له دې پیښې یوه ورځ مخکې یو بل افغان وګړی محمد داوود الکوزی هم د «ترهګریزو ګواښونو» په تور نیول شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه هېواد د ملي ګارد پر غړو د برید له امله د افغانستان او نورو ۱۹ هېوادونو د کډوالو منل درولي او همدارنګه یې د ټولو افغان اتباعو د کډوالۍ د وضعیت د بیا کتنې امر ورکړی دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه