رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې طالبانو او پاکستان په سعودي عربستان کې د خبرو پر مهال د اوربند پر دوام هوکړه کړې.
دې رسنۍ نن (چهارشنبه، ۱۲ د لیندۍ) د طالبانو د درو چارواکو او د پاکستان د دوو چارواکو چې یو یې په استانبول کې مېشت دی، له قوله په عربستان کې د مذاکراتو خبر ورکړی دی.
د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې دا مذاکرات د سعودي عربستان په نوښت وشول او دوی د «مثبتې پایلې» د تر لاسه کولو لپاره نورو غونډو ته هم تیار دي.
پاکستاني چارواکو هم ویلي چې د دې هیواد له پوخ، استخباراتو او بهرنیو چارو وزارت څخه کسانو د سعودي عربستان په کوربتوب ترسره شویو خبرو کې ګډون کړی.
رویټرز د دې مذاکراتو د ترسره کېدو دقیق وخت نه دی ښوولی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ، د طالبانو ویاند او د سعودي عربتسان دولت د دې مذاکراتو په تړاو د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
دا په اکتوبر میاشت کې د دواړو لورو تر منځ تر سختو نښو وروسته د مذاکراتو نوی پړاو دی.
تر دې نښتو وروسته دواړو لورو د قطر او ترکیې په منځګړیتوب اوربند وکړ او تر دې وروسته په دوحه او استانبول کې څو پړاوه مذاکرات وشول.
مګر دا مذاکرات له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېدل.
پاکستان د مذاکراتو پر مهال غوښتنه کړې وه چې طالبان باید ضمانت ورکړي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره د دوی پر ضد نه کاروي.
مګر طالبان تحریک طالبان پاکستان د پاکستان کورنۍ موضوع بولي او د پاکستاني لوري وړاندیز یې رد کړی و.
د طالبانو او پاکستان تر منځ تر شخړې وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي لارې تړلې دي او د دواړو لورو تر منځ سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.
