طالبانو کندهار کې یو محصل پر اعدام سزا د نیوکې له امله نیولی دی

Photo: RTA

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي چې دې ډلې په کندهار کې یو محصل چې په خوست کې پر ترسره شوي اعدام یې د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې نیوکه کړې وه، نیولی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر نن (چهارشنبه، ۱۲ د لیندۍ) ویلي چې نیول شوی کس «احمدالله» نومېږي او په کندهار کې د ملالۍ خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي زده کړیال دی.

ده ویلي چې دا کس اصلا د غزني دی او پرون یې په خوست کې د یوه کس پر «قصاص» په نامناسب ډول نیوکه کړې وه.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند ویلي چې له دې کس سره به له قانون سره سم چلند کېږي.

«احمدالله اخترخېل» په خوست کې د اعدام د علني سزا تر ترسره کېدو وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و: «نن یو ۱۳ کلن هلک د زرګونو کسانو په وړاندې د یوه انسان وژلو ته تشویق شو او دې هلک یو انسان شپږ ډزه وویشت.»

ده ویلي: «د دې عمل په ترسره کولو سره ماشوم حتما دا احساس کاوه چې ګواکې زه یو داسې کارنامه کوم چې دا زرګونه خلک یې د لیدلو ارمان لري، نو راتلونکي نسل ته به څنګه وښیو چې د هیواد د پرمختګ لار ټوپک نه بلکې قلم ده؟»

د طالبانو امر بالمعروف وزارت احمدالله ته منسوب غږ هم خپور کړی چې نوموړی وایي چې دا لیکنه یې د اسلامي نظام له اصولو او اسلامه ډیره لیرې ده.

دی وایي چې له هغو کسانو بښنه غواړي چې پر «قصاص» د ده د نیوکې له امله ځورېدلي دي.

لا هم روښانه نه ده چې دا غږ په څرنګه شرایطو کې ثبت شوی دی او اوس مهال دا محصل په کوم حالت کې دی.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د ټولنیزو رسنیو کارکوونکي څاري.

دې وزارت تر اوسه په سلګونو کسان پر ټولنیزو رسنیو د انتقادي لیکنو له امله نیولي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه